نبي: د بنګله دیش درناوی کوو خو نه ترې ډاریږو

د انځور حقوق
Image caption محمد نبي د لوبډلې په باب هم وویل چې لوبغاړي یې ټول په سټه روغ دي.

له بنګله دیش سره د کرېکټ په نړیوالو اتلولیو کې تر خپلې لومړنۍ لوبې یوه ورځ وړاندې افغان لوبډله ډاډه ښکارېږي.

کپتان محمد نبي په کانبره کې خبري کانفرانس ته وویل چې د بنګله دیش درناوي کوي او مني چې پياوړې او تجربه لرونکې لوبډله ده.

افغان لوبډلمشر زیاته کړه له بنګالي سیالانو یې سترګه نه کېږي او که له خپل استعداد سره سمه لوبه وکړي نو بری یې په برخه کېدای شي.

محمد نبي د لوبډلې په باب هم وویل چې لوبغاړي یې ټول په سټه روغ دي.

شاپور ځدراڼ له هند سره په تمریني لوبه کې ټپي شوی و خو وايي اوس هغه هم روغ دی.

د افغان لوبډلې روزونکي انډې مول وویل لوبغاړي یې چمتو دي که چیرې په سړه سینه لوبه وکړي بری یې نه یوازې په لومړنۍ لوبه کې بلکې په نورو سیالیو کې هم په برخه کېدای شي.

انډي مول ومنله چې بنګله دیش پياړوې او تجربه لرونکې لوبډله ده خو زیاته یې کړه چې افغان لوبغاړي د خپل ولس لپاره لوبه کوي او پوهیږي چې ملت یې د ښې لوبې لپاره سترګه په لاره دی.

د بنګله دیش کپتان مشرفي مرتضی خبریالانو ته وویل چې د افغانستان تېز بالران ورته سرخوږی جوړولی شي.

مرتضی زیاته کړه چې دوی د افغانستان تیزو بالرانو ته چمتو دي.

د بنګله دیش لوبډلمشر وویل افغانستان یو ځل ماتې ورکړې ده او اوس ډاډه دي خو دوی غواړي چې په دویمه لوبه کې ماتې ورکړي.

ورته مطالب