کریکټ‌: نیوزیلنډ انګلستان ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه

د انځور حقوق Getty

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوالو سیالیو کې نیوزیلنډ انګلستان ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه.

په لوبه کې د نیوزیلنډ ټېم ساوتي په زړه پورې بالنګ وکړ او ۷ وېکټې یې واخیستې.

انګلستان د سر درې توپوهونکي پر ۵۷ منډو له لاسه ورکړل.

دغه مهال د انګلستان ځوان لوبغاړي جو روټ یو څه مقاومت وکړ خو د نوموړي له سوځېدو وروسته نور توپوهونکي ژر ژر وسوځېدل.

جو روټ پر ۷۰ توپونو تر ټولو ډېرې ۴۶ منډې وکړې.

خو د انګلستان ټوله لوبډله په ۳۴م اوور کې یوازې پر ۱۲۳ منډو وسوځېده.

د ۲۰۱۵ کال کریکټ نړیوالو اتلولیو ځانګړې پاڼه

د ټېم ساوتي تر څنګ تېز بالر ټرېنټ بولټ، اډم مېلنې او ورو توپ اچونکي ډینیل ویټوري د نیوزیلنډ له لورې يوه، یوه وېکټه واخیسته.

په ځواب کې د نیوزیلنډ کپتان برېنډن میککلم په حیرانونکي ډول چټکه توپوهنه وکړه.

نوموړي یوازې پر ۲۵ توپونو ۷۷ منډې وکړې چې ۷ شپږیزې او ۸ څلوریزې په کې شاملې دي.

د نیوزیلنډ لوبه دومره چټکه وه چې دوی خپل سل منډې یوازې په اوو اورونو کې پوره کړې.

شنونکي په دې اند و که میککلم نه وای سوځېدلی نو ښايي په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې یې د تر ټولو تېزې سلیزې ریکارډ یې هم مات کړی وای.

دغه راز نیوزیلنډ ټاکل شوی هدف یوازې په ۱۲،۲ اورونو کې د دوو وېکټو په تاوان پوره کړ.

د انګلستان تېز بالر سټیف فېن د میککلم له خوا به بالنګ کې خورا زیات وټکېد.

فېن یوازې په دوو اورونو کې ۴۹ منډې ورکړې.

د ده ترڅنګ د انګلستان بل تېز بالر سټورټ براډ بیا په ۲،۲ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې.

د نړیوال جام سیالیو بله لوبه د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ د فبرورۍ پر ۲۱مه نېټه ترسره کېږي.

د اې ایف پي خبري اژانس د راپور له مخې، په وروستیو څلورو نړیوالو سیالیو کې نیوزیلنډ انګلستان ته ماتې ورکړې ده.‌

د انګلستان د بیټنګ مخکینی روزونکی او کپیتان ګریهم ګوویچ د انګلیستان ټیم اوسنی لوبه نهیلې کوونکې وبلله.‌

د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service