کرېکټ نړبوال جام: د ګڼ باران له کبله لوبه لغو شوه

د انځور حقوق
Image caption د هوا پېژندنې ادارې وار له مخه د ګڼ باران وړاندوینه کړې وه

د استرالیا برسبین ښار کې د ګڼ باران له کبله د بنګله دېش او استرالیا تر منځ لوبه لغو اعلان شوه.

دا د نړیوال جام سیالیو کې لومړۍ لوبه ده، چې لغو کېږي. د لوبې لغو کېدو له کبله دواړو لوبډلو ته یو یو پواینټ ورکړل شو، چې راتلونکي کې د بنګله دېش لپاره مهم ګرځیدای شي.

د استرالیا هوا پېژندنې ادارې وړاندیونه کړې وه، چې کویینزلنډ کې د سمندري توپان له کبله برسبین کې د شنبې په ورځ د ګڼ باران اورېدو احتمال شته.

د ورځې له پیل سره یم باران پیل وکړ، چې په شېبو اورېده. لوبڅارونکو د موسم حال ته له کتلو وروسته د لوبې لغو کولو اعلان وکړ.

د لوبې منتظیمینو ټکټ پېرودونکو ته د پېسو بېرته ورکولو اعلان هم کړی.

دې سره اي ګروپ کې د استرالیا او بنګله دېش لوبډلې له یوه یوه پوانیټ تر لاسه کولو وروسته په دویم او دریم مقام کې دي.

دغه ګروپ کې د نیوزلنډ لوبډله دریو لوبو کې له پرلپسې بریا وروسته لومړي مقام کې ده.