ویسټ انډیز پاکستان ته په ۱۵۰ منډو ماتې ورکړه

د انځور حقوق afp
Image caption په منځنیو شمېرو لوبېدونکو ویسټ انډیز لوبغاړو د سکور کچه ډېره لوړه کړه

کرایسټ چرچ لوبې کې له نیمګړتیاوو ډک باوولنګ او فیلډینګ وروسته د پاکستان کرېکټ لوبډلې بېټسمنیان هم خورا نابریالي وختل.

دوی د ویسټ انډیز له لوري د ۳۱۱ منډو ټاکل شوي لوی هدف ته رسېدو لار کې ۳۹ اوورنو کې ایله له۱۶۰ منډو جوړولو وروسته ټول ارام خونې ته ستانه شول.

د یوې ورځینو لوبو له خورا ناوړه پیل وروسته پاکستاني لوبغاړيو صهیب مقصود او عمر اکمل وتوانېدل نیمه سلیزې جوړې کړې، خو د سکواډ نور غړي یې و نه توانیدل خپله لوبډله له ستونزو رابهر کړي.

د دواړ لوبغاړو له سوځېدو وروسته وهاب ریاض او شاهد اپریدی هم تر ډېره د لوبې میدان کې پاتې نه شول او د سهیل خان سوځېدو پر مهال د پاکستان ټولټال سکور ۱۶۰ منډې و.

لومړي سر کې د پاکستان څلور لوبغاړي د یوې منډې په ټولټال سکور له میدانه بهر شول، چې دا یوه ورځنیو نړیوالو لوبو کې د یوې لوبډلې تر ټولو ناوړه پیل بلل کېږي.

له دې مخکې دغه ریکارډ د کاناډا په نوم ثبت شوی و، چې ۲۰۰۶ کال کې یې له زمبابوی سره لوبه کې د څلورو منډو په جوړولو څلور ویکټونه له لاسه ورکړي وو.

د لوبې پچه پاکستاني کپتان مصباح الحق ګټلې وه او لومړی یې ویسټ انډیز ته د لوبې ګولو بلنه ورکړه. ویسټ انډین لوبغاړي د لوبې په پیل کې ډېر ښه و نه ځلیدل.

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستاني لوبغاړو د باولنګ او توپوهنې تر څنګ فیلډنګ کې هم تېروتنې وکړې

ګیل او سمیت ژر له لوبغالي بهر شول، خو په منځنیو شمېرو لوبېدونکو لوبغاړو د سکور کچه ډېره لوړه کړه. ډینش او لنډل سمنز نیمه سلیزې جوړې کړې او براوو له ۴۹ منډو جوړولو وروسته ټپي حالت کې له میدانه ووت.

وروستیو اوورنو کې بیا اندرې رسل یوازې په ۱۳ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۲۴ منډې جوړې کړې، چې ورسره یې د لوبډلې ټولټال سکور لوړولو کې مرسته وکړه.

دغه لوبه د دواړو لوبډلو لپاره ډېره مهمه وه، ځکه دواړو لوبډلو خپله لومړۍ سیالي بایللې ده.

پاکستان د خپل دودیز سیال هند له لوري له ماتې سره مخامخ شوی او ویسټ انډیز د ایرلنډ لوبډلې له لاسه ماتې وڅکله، چې په نسبي ډول کم تجربه لرونکې لوبډله بلله کېږي.