کریکټ: سریلانکا پر ۴ ویکټو له افغانستان لوبه وګټله

د انځور حقوق REUTERS
Image caption د افغانستان لوبډلې په ۴۹ اورونو او څلورو توپونو ۲۳۲ منډې جوړې کړې او د سریلنکا لوبډلې ته یې د ۲۳۳ منډو هدف وټاکه.

د ۲۰۱۵ کریکټ نړیوالو اتلولیو په درشل کې افغانستان خپله دویمه لوبه سریلانکا ته وبایلله.

پچه سریلنکا ګټلې وه او افغانستان ته یې د بیټنګ بلنه ورکړه.

د سریلانکا کپتان انجیلو میتوز د پچې له ګټلو وروسته وویل، غواړي بالنګ ته د مناسبو حالاتو نه ګټه پورته کړي. نوموړي له لوبې مخکې ویلي و چې دوی افغانستان ضعیفه لوبډله نه ګڼي او د نننۍ لوبې په اړه جدي دي.

د ۲۰۱۵ کال کریکټ نړیوالې سیالۍ

د کرېکټ نړیواله اتلولي: د ټولو لوبو مهالوېش

د افغان لوبډلې کپتان محمد نبي وویل که پچه ده ګټلې وای نو ده به هم لومړی د بالنګ پرېکړه کړې وای ځکه د پرون ورځې باران او سړې هوا له کبله ښايي توپوهونکي د لوبې سر کې ښه وځلېږي.

د افغانستان لوبډلې په ۴۹ اورونو او څلورو توپونو ۲۳۲ منډې جوړې کړې او د سریلنکا لوبډلې ته یې د ۲۳۳ منډو هدف وټاکه.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه د ۱۰۵ منډو په توپیر بنګله دیش ته وبایلله.

سریلانکا خپله لومړۍ لوبه د نړیوال جام سیالیو کوربه لوبډلې نیوزیلنډ ته په ۹۸ منډو وبایلله. سریلانکا هغه لوبډله ده چې د ۲۰۱۱ کال کريکټ نړیوال جام کې یې پایلوبې ته ځان رسولی و او هلته یې له هند نه وبایلله.

د لوبې تر ختمېدا وروسته د افغان لوبډلې کپتان محمد نبي وویل: "فکر کوم موږ ۳۰-۴۰ منډې کمې درلودې خو بیا مو هم ډېر ښه بالنګ وکړ او د خپلې لوبډلې له لوبې خوښ یم".

د سریلنکا روزونکي او پخواني لوبغاړي مارون اتاپتو ویلي و،، افغانانو پیل کې ډېر ښه بالنګ وکړ او موږ اندېښمن وو خو اوس باید دغه هدف په اسانه لاسته راوړو.

Image caption زموږ همکار الیاس وحدت دغه انځور له خوست نه لېږلی چې افغانان په یوه هوټل کې په ګډه د لوبې لیدو ته ناست دي.

د نیوزیلنډ د کرېکټ پخوانی لوبغاړی ورېن لیس وايي: له ورو توپ اچونکو عموما تمه کېږي چې سیالې لوبډلې د منډو سرعت ټکنی کړي خو شینواری په دغه کار کې نه دی بریالی شوی.

افغانان په توپ نیونه کې تر اوسه ډېر ښه ځلېدلي دي. یوازینۍ خو حساسه تېروتنه یې د رن اوټ چانس له لاسه ورکول و.

زموږ همکار ایمل پسرلی لیکي: د خواشینۍ او نهیلۍ خبره دا ده چې افغان لوبډلې خپلې شپږ وېکټې د ښه بالنګ له کبله نه بلکې د ناسمو شاټونو له امله له لاسه ورکړې.

بال کیچ کړئ، یو میلیون ډالر وګټئ!

د نیوزیلنډ د کرېکټ چارواکو ویلي وو، د لوبو هغه مینه وال چې په لوبغالي کې د توپوهونکو شپږیزې له باونډرۍ بهر په یو لاس ونیسي یا کیچ کړي نو یو میلیون ډالر جایزه به ورکول کېږي. خو که له یو کس ډېرو دغه کار وکړ نو بیا به دغه پیسې خپلو کې ویشي!

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption لوبغالي کې د سریلنکا لوبډلې مینه وال چې له لوبې خوښ ښکاري.

د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې به سبا د زمبابوې او متحده عربي اماراتو تر منځ لوبه ترسره شي.

د مارچ پر لومړۍ نېټه سریلانکا له انګلستان سره لوبه لري، او د راتلونکې چارشنبې په ورځ (فبروري ۲۵) افغانستان له خپله درېیمه لوبه له سکاټلنډ سره لري.

په ننني لوبه کې ۱۱ افغان لوبغاړي په لاندې ډول دي:

نوروز منګل، جاوید احمدي، افسر ځاځی، اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، محمد نبي (کپتان)، دولت ځدران، نجیب الله ځدران، میرویس اشرف، شاهپور ځدران، حمید حسن

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د افغانستان لوبډله د افسر ځاځي له خوا د سریلانکا دلشان په کېچ کېدو خوشحالي ښيي
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پرېرا د اصغر ښي لاس ته ټوپ وهونکی بال وکړ چې اصغر په هوا کې د باونډرۍ پر لور پرې شاټ وواهه او څلور منډې یې خپلې کړې. اصغر ستانکزي په افغان لوبډله کې
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دولت ځدراڼ په ۴۹ اوور کې انجیلو متیوز وسوځاوه
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د افغان لوبډلې مینه وال د خپلې لوبډلې په ښو ځلېدو خوښي ښي

ورته مطالب