زمبابوې له په زړه پورې سیالې وروسته پاکستان ته لوبه وبایلله

Image caption وهاب ریاض د ښه بیټنګ نه وروسته ښه بالنګ هم وکړ او له عرفان سره یې په ګډه ۸ وېکټې واخیستې.

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې زمبابوې پاکستان سره سخته سیالي وکړه او پایله کې لوبه یوازې د ۲۰ منډو په توپیر وبایلله.

د پاکستان د نسبتا اسانه ۲۳۵ منډو هدف په ځواب کې زمبابوې ۲۱۵ منډې جوړې کړای شوې.

پاکستان په بیټنګ کې یوازې پر څلورو منډو ۲ وېکټې له لاسه ورکړې.

خو د لوبډلمشر مصباح الحق د دفاعي ۷۳ او پای کې د تېز بالر وهاب ریاض د چټکې پنځوسیزې په مټ دوی خپلې منډې پر ۷ وېکټو ۲۳۵ ته ورسولې.

په ځواب کې د زمبابوې برېنډن ټېلر پنځوسیزه ووهله او داسې ښکارېده چې ښايي زمبابوې د پاکستان پر وړاندې یوه تاریخي بریا لاسته راوړي.

خو د پاکستان د جګ قد تېز بالر محمد عرفان د خپل لوبیز ژوند تر ټولو غوره بالنګ نندارې ته وړاندې کړ، د ۳۰ منډو په بدل کې یې ۴ وېکټې واخیستې.

د عرفان تر څنګ تېز بالر وهاب ریاض هم ښه بالنګ وکړ او د ۴۵ منډو په بدل کې یې ۴ وېکټې واخیستې چې په مټ یې پاکستان لوبه وګټله.

Image caption د زمبابوې برېنډن ټېلر پنځوسیزه ووهله او داسې ښکارېده چې ښايي زمبابوې د پاکستان پر وړاندې یوه تاریخي بریا لاسته راوړي.

پاکستان تر دې وړاندې خپلې لومړۍ دوه لوبې هند او ویسټ انډیز ته په ستر توپیر بایللې وې او که دا یې هم بایللې وای نو منځلوبې ته د وتلو چانس به یې خورا کم و.

د پاکستان لوبډلمشر مشر مصباح وویل:

"دا ډېره سخته لوبه وه ځکه موږ پوهېدو چې باید حتما یې وګټو. تاسو باور نه شئ کولی چې موږ څومره خوښ یو ځکه که بایللې مو وای نو ښايي له لوبو وتلي وای".

بیټنګ کې یو ځل بیا پاکستان له ستونزو سره مخامخ شو او شېبه په شېبه یې ویکټې له لاسه ورکولې خو مصباح له خپل اړخه وېکټه ساتلې وه.

که د پای اورونو کې ریاض پر ۵۵ توپونو ۵۴ منډې نه وای کړې نو ښايي د پاکستان د منډو هدف به تر دې هم کم و.

زمبابوې یو مهال پر دریو وېکټو خپلې منډې ۱۲۸ ته رسولې وې او داسې څرګندېده چې ښايي لوبه وګټي.

خو ریاض د ښه بیټنګ نه وروسته ښه بالنګ هم وکړ او له عرفان سره یې په ګډه ۸ وېکټې واخیستې.

د پاکستان بله لوبه د مارچ پر څلورمه د متحده عربي اماراتو لوبډلې پر وړاندې ده.

ورته مطالب