سریلنکا انګلستان ته پر ۹ وېکټو سخته ماته ورکړه

Image caption د سریلنکا لهېرو تېرامانې ناسوځېدلې ۱۳۹ او کمار سنګاکارا ۱۱۷ منډې وکړې.

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې سریلنکا انګلستان ته په ۹ وېکټو لویه ماته ورکړه.

د انګلستان د ۳۱۰ منډو ستر هدف سریلنکا یوازې د یوې وېکټې په تاوان په ۴۸م اوور کې په اسانۍ لاسته راوړ.

دا په نړیوال جام سیالیو کې د انګلستان دریمه ماته وه.

لومړی بیټنګ انګلستان وکړ او د منځ لوبغاړي جو رووټ د ۱۲۱ منډو په مټ یې په ۵۰ اورونو کې پر ۶ وېکټو ۳۰۹ منډې جوړې کړې.

خو د سریلنکا توپ وهونکو لپاره دغه هدف خورا اسانه و او که انګلستان له خپلو پاتې دوو لوبو چې له بنګله دیش او افغانستان سره دي، یوه هم وبایلي نو بل پړاو ته لار موندل به یې خورا ګران شي.

د سریلنکا لهېرو تېرامانې ناسوځېدلې ۱۳۹ او کمار سنګاکارا ۱۱۷ منډې وکړې.

د انګلستان پخوانی ټیسټ لوبغاړی جیفري بایکاټ وايي، ان که انګلستان منځلوبې ته لار هم ومومي، مهمه به نه وي ځکه دوی ښه نه دي لوبېدلي.

Image caption د انګلستان د منځ لوبغاړي جو رووټ سلیزه لوبډلې ته بې فایدې ثابته شوه.

انګلستان تر دې مخکې کوربه لوبډلې نیوزیلنډ ته هم د ۸ وېکټو په ستر توپیر لوبه بایللې وه.

په نننۍ لوبه کې د انګلستان بالنګ تر ډېره اغېز نه درلود او که د وېکټې ځینې چانسونه یې هم پیدا کړل هغه توپ نیونکو له لاسه ورکړل.

د بېلګې په ډول تېرامانې پر دریو منډو جو رووټ ته په سلېپ کې کیچ ورکړ خو رووټ و نه شو نیولی.

تېرامانې او سنګاکارا په ملګرتیا کې ناسوځېدلې ۲۱۲ منډې وکړې.

دغه راز سنګاکارا خپله سلیزه یوازې پر ۷۰ توپونو پوره کړه.

ورته مطالب