فوټبال: چیلسي د لیګ سیالیو اتل شو

د انځور حقوق
Image caption ۲۰۱۳ راهیسې دا د چیلسي لومړۍ بریا ده

چیلسي د ویبمبلې یوه نسبتاً اسانه سیالي کې ټوټنهم ته د صفر پر وړاندې په دوو ګولونو ماتې ورکړه او لیګ جام یې تر لاسه کړ.

جوز مورینو، چې د چیلسي مدیر په توګه ستون شوی، دا د نوموړي د چیلسي لپاره لومړنی جام و. ټوټنهم د ویمبلې دغه سیالي کې هیله درلوده، چې اووه کاله مخکې سیالي به تکرار شي، چې پکې دوی چیلسي ته د دریو پر وړاندې په پنځو ګولونو ماتې ورکړې وه.

د چیلسي له لوري جان ټیري او ډییګو کوسټا یو، یو ګول وکړ.

۲۰۱۲ کې لالیګا کې د ریال مادریډ لپاره دا د جوز مورینهو لومړۍ بریا ده.

بل لور ته چیلسي هم له ۲۰۱۳ وروسته دا لومړۍ بریا ده.

د مورینهو په ژوند کې که څه هم د تر لاسه شویو جامونو لږوالی نه دی، خو هغه اوسنی جام تر ټولو مهم بللی.

د یکشنبې دغې لوبې کې د چیلسي درې او د ټوټنهم دوو لوبغاړو ته ژیړ کارتونه وښودل شول. د چیلسي دریو مقابل کې ټوټنهم څلور کارنرونه وموندل او چیلسي د ۱۵ پرتله ۱۹ ځلې فاوول وکړ.

د چیلسي کپتان جان ټیري ۱۷ سیزن کې ۱۵ جامونه ترلاسه کړي دي.