کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د سویلي افریقا یوه بله سوبه

د انځور حقوق
Image caption دا مهال بي ګروپ کې سویلي افریقا دریو لوبو کې د څلورو پواینټونو په ترلاسه کولو سره دویم مقام کې

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې جنوبي افریقا ایرلنډ ته د ۲۰۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د ایرلنډ لوبډله د استرالیا پلازمېنې کینبرا په دغه لوبه کې د ۴۱۲ منډو لوی هدف ته رسېدو لړ کې ۴۵ اوورنو کې د ۲۱۰ منډو له جوړولو وروسته وسوځېده.

د اسټرالیا پلازمېنې کېنبرا روانې لوبې کې سویلي افریقا لومړی لوبه وکړه او ټاکلو ۵۰ اوورنو کې یې د څلورو وېکټونو زیان بدل کې ۴۱۱ منډې جوړې کړې.

د جنوبي افریقا توپوهونکو وروستیو لسو اوورنو کې ۱۳۱ منډې جوړې کړې.

سویلي افریقا لوبډله لومړۍ هغه ده، چې دوو پرلپسې لوبو کې یې له ۴۰۰ ډېرې منډې جوړې کړې.

له دې مخکې یادې لوبډلې د ډي ویلییرز په زړه پورې لوبې په مرسته د ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندې ۴۰۸ منډې انبار کړې وې.

سویلي افریقا د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه. د سویلي افریقا لپاره هاشم آمله او ډي کاک لوبه پیل کړه، خو موني په خپل دویم اوور کې ډي کاک له لوبغالي بهر کړ.

نوموړي یوازې یوه منډه جوړه کړې وه. شپږم اوور کې ایډ جوایس د هاشم آمله کیچ خطا کړ او خپله لوبډله یې د دویم وکټ له تر لاسه کولو محرومه کړه.

خو له هغه وروسته آمله او ډوپلیسي په خورا ډاډه انداز سلیزې بشپړې کړې او تر اته دېرشم اوور پورې یې د شریکو منډو شمېر له دوو سوو واړاوه.

په يوه ورځینو لوبو کې دا د امله ۲۰ سلیزه ده. نوموړي په یوه ورځنیو لوبو کې تر ټولو لږو لوبو کې تر ټولو ډېرې سلیزې جوړونکی لوبغاړی شو.

د انځور حقوق
Image caption هاشم امله ۱۵۹ منډې جوړې کړې، چې دا یې تر اوسه تر ټولو ډېرې انفرادي منډې دي

نوموړي دغه کارنامه په خپله ۱۱۱ لوبه کې ترسره کړه او د هند ویراټ کوهلې ریکارډ یې مات کړ. د لوبې لپاره لوبغالي ته د سویلي افریقا هماغه لوبغاړي لېږل شوي، چې ویسټ انډیز ته یې د ۲۵۷ منډو په خورا لوی توپیر ماتې ورکړه.

دا مهال بي ګروپ کې سویلي افریقا دریو لوبو کې د څلورو پواینټونو په ترلاسه کولو سره دویم مقام کې او ایرلنډ دوو لوبو کې د څلورو پواینټونو په درلودو سره دریم ځای لري.

ایرلنډ له هغو دریو لوبډلو یوه ده، چې نړیوال جام سیالیو کې یې تر اوسه ماتې نه ده لیدلې.

د ۲۰۰۷ کال نړیوال جام سیالیو کې هم ایرلنډ پاکستان او بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه، خو زمبابوی سره یې لوبه برابره وه.

دې سره ایرش لوبډلې د نړیوال جام سیالیو کې انګلستان ته هم ماتې ورکړې ده.