هند نړیوال جام کې ویسټ انډیز ته پر ۴ وېکټو ماته ورکړه

Image caption د هند لوبډلمشر دوني خورا ارزښتناکې ۴۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې هند د ویسټ انډیز له خوا د ۱۸۳ منډو ټاکل شوی هدف پر ۶ وېکټو پوره کړ.

که څه هم هدف اسانه و خو د ویسټ انډیز بالرانو خورا ښه بالنګ وکړ او لوبه یوه اړخیزه نه وه.

پچه د ویسټ انډیز لوبډلمشر جېسن هولډر وګټله او د استرالیا د پرت پر لوبغالي یې لومړی د بیټنګ پرېکړه وکړه.

خو بالنګ ته پر مناسب پیچ د ویسټ انډیز توپ وهونکي ښه و نه ځلېدل او شېبه په شېبه یې وېکټې له لاسه ورکولې.

پیل کې د هند دوو تېزو بالرانو محمد شمي او اومیش یادف ښه بالنګ وکړ او پر ۳۵ منډو یې د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول.

Image caption د هند تېز بالران ډېر ښه وځلېدل، اومیش یادف د سر دوه لوبغاړي وسوځول.

کرېس ګېل پر ۲۱ منډو، مارلن سیمویلز پر ۲ منډو، دینیش رامدېن پر صفر وسوځېدل او دغه راز نورو لوبغاړو هم ډېرې منډې و نه شوای کړای.

د هند له خوا محمد شمي ۳ او اومیش یادف او ورو توپ اچونکي رویندرا جدېجه ۲، ۲ وېکټې واخیستې.

ویسټ انډیز یوازې ۴۴،۲ اورونه ولوبول او ټوله لوبډله پر ۱۸۲ منډو وسوځېده.

هدف اسانه ښکارېده خو د ویسټ انډیز توپ اچونکو دغه کوچنی هدف هم هند ته ګران کړ.

Image caption د ویسټ انډیز تېزو بالرانو هم خورا ښه بالنګ وکړ خو د دفاع لپاره یې ډېرې منډې نه درلودې.

د ویسټ انډیز تېزو بالرانو جریمي ټېلر، کېمار روچ او اندرې رسل د هند توپ وهونکي له ستونزو سره مخامخ کړل.

ټېلر او رسل دوه، دوه او روچ او ډوین سمیت یوه، یوه وېکټه واخیسته.

هند پر ۶۳ منډو ۳ او پر ۱۳۴ منډو ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړل او داسې برېښېده چې لوبه به د پای تر اورونو وغځېږي.

خو د هند لوبډلمشر مهیندرا سنګ دوني او ورو توپ اچونکي آر اشوین خورا ارامه او له حوصلې ډکه لوبه وکړه.

دوني خورا ارزښتناکې ناسوځېدلې ۴۵ او اشوین ناسوځېدلې ۱۶ منډې وکړې چې په مټ یې هند ټاکل شوی هدف په ۴۰م اوور کې پوره کړ.

ورته مطالب