نړیوال جام کې نیوزیلنډ افغانستان ته پر ۶ وېکټو ماتې ورکړه

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان له خوا سمیع الله شینواري او نجیب الله ځدران پنځوسیزې وکړې او د نیوزیلنډ له خوا ګپټل او میککلم ډېرې منډې وکړې.

د ۲۰۱۵ کرېکټ نیړوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله پنځمه لوبه له کوربه نیوزیلنډي لوبډلې سره وکړه.

افغان لوبډلې نیوزیلنډ ته ۱۸۶ منډې هدف وټاکه، خو نیوزیلنډ په ۳۶ اوور کې دغه هدف پوره کړ، او افغانستان ته یې په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.

د افغانستان لوبډلې کپتان محمد نبي پچه وګټله او لومړی یې د بیټینګ پرېکړه وکړه.

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوالې سیالۍ

د افغانستان له خوا سمیع الله شینواري او نجیب الله ځدران پنځوسیزې وکړې او د نیوزیلنډ له خوا ګپټل او میککلم ډېرې منډې وکړې.

ډینیل ويټوري د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی وبلل شو

نوموړي په ۱۰ اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او ۴ وېکټې یې واخیستې.

له نننۍ ماتې سره افغانستان نور منځلوبو ته د وتلو چانس نه لري.

د افغانستان شپږمه او وروستۍ لوبه له انګلستان سره ده. دغه لوبه د استرالیا په سډني لوبغالي کې د مارچ پر ۱۳مه (جمعه) ترسره کېږي.

نړیوال جام کې نیوزیلنډ تر اوسه څلور لوبې کړې او څلور واړه یې ګټلې دي. دغه راز دوی د (بي) ګروپ په سر کې ځای لري او په دغه ګروپ کې یوازینۍ لوبډله ده چې منځلوبو ته یې لار موندلې.

بل خوا افغانستان تر اوسه په خپلو څلورو لوبو کې یوه ګټلې او درې نورې بایللې دي.

تر دې لوبې وړاندې افغانستان له بلې کوربه لوبډلې استرالیا سره سیالي درلوده چې دغه لوبه یې په ستر توپير وبایلله.

د بي بي سي د سپورت څانګې خبریال انډریو سمسن وايي: "دا د افغانستان ۵۰ مه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه ده. کپتان محمد نبي په دغو ټولو سیالیو کې لوبېدلی دی او دا د نړۍ لومړی لوبغاړی دی چې د خپلې لوبډلې په لومړیو پنځوسو لوبو کې هر وار څرګند شوی دی".

په نننۍ لوبه کې د افغانستان ۱۱ لوبغاړي په دې ډول وو:

جاوید احمدي، عثمان غني، نوروز منګل، اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، محمد نبي، نجیب الله ځدران، افسر ځاځی (وېکټ ساتونکی)، دولت ځدران، حمید حسن او شاهپور ځدران.

او د نیوزیلنډ ۱۱ لوبغاړي:

د انځور حقوق

مارټېن ګپټل، برېنډن میککلم، کېن ویلیمسن، راس ټېلر، کوري انډرسن، لوک رونکي (وېکټ ساتونکی)، ډینیل وېټوري، الن مېلنې، ټېم ساوتي، او ټرېنټ بولټ.

د انګلستان پخوانی ورو توپ اچونکی وېک مارکس وايي: "فکر کوم افغانستان د پچې له ګټلو وروسته سمه پرېکړه کړې ده. دوی تېر ځل له استرالیا درنه ماته وخوړه خو باید هغه لوبه هېره کړي. د نیوزیلنډ پر وړاندې لومړی بیټنګ ښه غوراوی دی. موږ پوهېږو چې نیوزیلنډ ان د کوچنیو هدفونو په تعقیب کې له ستونزو سره مخامخېدای شي".

ورته مطالب