د انگلستان دوه وتلي لوبغاړي افغانستان سره نه لوبېږي

Image caption پاکستاني الاصله معين خان په روانو اتلوليو کې څلور کسه سوځولي دي او په منډو کې يې هم يوه سلېزه کړې وه.

د کرېکټ نړیوالو اتلولیو په لړ کې د انگلستان په کرېکټ ملي لوبډله کې د پيل منډه جوړونکى او ورو بالر معين علي او تېز بالر کرېس وکس د ټپونو له امله له افغانستان سره په لوبه کې ځاى نه لري.

د مارچ په ١٣ مه نېټه د انگلستان او افغانستان لوبه دواړو لوبډلو ته په نړيوالو اتلوليو کې کوم امتیاز نه لري.

دغه دواړه لوبډلې منځلوبو ته له رسېدا پاتې شوي دي خو دغې لوبې ته د ډېرو سترگې دي.

افغان لوبډله به غواړي چې يوې پياوړې لوبډلې ته په ماتې ورکولو او يا ورسره په ښې سيالۍ ښه نوم پرېږدي.

انگلستان به بيا غواړي چې پر دوى پر شته نيوکو نورې ورزياتې نه کړي.

اوس د پيل لوبغاړى معين خان چې سپېن يا ورو بالېنگ هم کوي کېڼ لور ته د درد له امله له لوبې وتلى دى.

معين علي په تېزو منډه جوړولو يادېږي او د ده ورو بالېنگ هم د پام وړ دى.

پاکستاني الاصله معين علي په روانو اتلوليو کې څلور کسه سوځولي دي او په منډو کې يې هم يوه سلېزه کړې وه.

د انگلستان بل ټپي شوى لوبغاړى تېز بالر کرېس اوکس دى.

کرېس اوکس په روانو سياليو کې پنځه کسه سوځولي دي او په وروستۍ لوبه کې يې له بنگله دېش سره ناسوځېدلې ٤٢ منډې درلودې.

د افغانستان په لوبډله کې تر اوسه ظاهرآ د چا د خوږېدا خبر نه دى ورکړل شوى.

له سرېلنکا سره د افغانستان په دويمه لوبه کې ميرويس اشرف ټپي شوى و چې د هغه پر ځاى شفيق الله شفق له لوبډلې سره يو ځاى شو.

په سډني کې ترسره کېدونکې دغه لوبه د دواړو هېوادونو لپاره وروستۍ لوبه ده.

له دې وروسته به انگلستان ويسټ انډيز ته ځي چې د اپريل په مياشت کې هلته پنځه ورځنۍ او يو ورځنۍ لوبې وکړي.

افغان لوبډله به کور ته ستنېږي.

د ډېرو په گومان افغان لوبغاړو په تېره بيا تېزو بالرانو په دې سياليو کې خپله وړتيا وښوده او د ډېرو کرېکټ ستورو او مينه والو زړونه يې وگټل.

افغانستان په دې سياليو کې تر اوسه يوه لوبه گټلې ده.

ورته مطالب