سوېلي افریقا متحده عربي اماراتو ته پر ۱۴۶ منډو ماته ورکړه

Image caption دا د سوېلي افریقا د ګروپ وروستۍ لوبه وه چې ورسره منځلوبو ته ووتل.

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې پیاوړې لوبډلې سوېلي افریقا نسبتا کمزوري سیال متحده عربي اماراتو ته د ۱۴۶ منډو په ستر توپیر ماته ورکړه.

له دې بریا سره سوېلي افریقا وکولی شو د نړیوالو اتلولیو منځلوبو ته لار ومومي.

د متحده عربي اماراتو لوبډلې د سوېلي افریقا د ۳۴۱ منډو ستر هدف په ځواب کې یوازې ۱۹۵ منډې وکړې او ټوله لوبډله په ۴۸م اوور کې وسوځېده.

پچه د اماراتو کپتان محمد توقیر وګټله او لومړی یې د بالنګ پرېکړه وکړه.

په بیټنګ کې د سوېلي افریقا له لورې نږدې ټول توپ وهونکي ښه وځلېدل او په منډو کې یې خپله ونډه ولوبوله.

خو تر ټولو ډېرې په کې د کپتان ای بي ډیویلیرز منډې وې. نوموړی له سلیزې یوازې یوه منډه شاته پر ۹۹ وسوځېد.

د ده تر څنګ فرحان بهاردین ۶۴ او ریلي روساو ۴۳ منډې وکړې.

د اماراتو له لورې محمد نوید په ۱۰ اورونو کې ۶۳ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخیستې.

Image caption ډیویلیرز له سلیزې یوازې یوه منډه شاته پر ۹۹ وسوځېد.

د ۳۴۱ منډو هدف پر وړاندې د اماراتو توپ وهونکي له پیله تر فشار لاندې وو او شېبه په شېبه یې وېکټې له لاسه ورکولې.

دوی پر ۴۵ منډو درې او ۱۲۵ منډو شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو.

د سوېلي افریقا له لورې وېرن فېلندر، مورنې مورکل او ډیلویرز دوه، دوه او ډېل سټین، جی پي ډومیني او عمران طاهر یوه، یوه وېکټه واخیسته.

د اماراتو له لورې تر ټولو ډېرې منډې سوپنېل پټیل جوړې کړې. نوموړی د لوبې تر پایه پر ۵۷ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

دا په روانو اتلولیو کې د اماراتو پرله پسې پنځمه ماته وه.

د دوی بله لوبه د مارچ پر ۱۵مه د نیوزیلنډ په ناپیر لوبغالي کې د ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندې ده.

ورته مطالب