پاکستان ایرلنډ ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه او منځلوبو ته ووت

Image caption وهاب ریاض خورا تېز بالنګ وکړ او د لوبې په مهمو شېبو کې یې درې وېکټې واخیستې.

د ۲۰۱۵ کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې پاکستان خپله وروستۍ او مهمه لوبه کې ایرلنډ ته پر ۷ وېکټو ماته ورکړه او منځلوبو ته یې لار ومونده.

پاکستان او ایرلنډ له لوبې وړاندې پوهېدل چې ګټونکی به منځلوبو ته لار مومي او بایلونکی به له سیالیو بهر کېږي ځکه نو سیالي له فشاره ډکه وه.

ایرلنډ پاکستان ته د ۲۳۸ منډو نسبتا اسان هدف وټاکه چې پاکستانیانو په ۴۷م اوور کې پر ۳ وېکټو پوره کړ.

د لوبې پچه ایرلنډ وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د دوی کپتان ویلیم پورټرفیلډ ښه وځلېد او سلیزه یې ووهله.

نوموړي پر ۱۳۱ توپونو ۱۰۷ منډې وکړې چې یوه شپږیزه او ۱۱ څلوریزې په کې شاملې وې.

خو له پورټرفیلډ پرته د ایرلنډ نور توپ وهونکي پاتې راغلل او تر ټولو ډېرې په کې د ګېري وېلسن ۲۹ منډې وې.

د بیټنګ ملګرتیا د نشتوالي له کبله ایرلنډ په ۵۰ اورونو کې په ټولو وېکټو یوازې ۲۳۷ منډې وکړې.

د پاکستان بالرانو خورا ښه توپ اچونه وکړه او له خپلې تجربې او د بالنګ له سرعت نه یې اعظمي ګټه پورته کړه.

د دوی تېزو بالرانو وهاب ریاض درې، سهیل خان او راحت علي دوه او احسان عادل یوه وېکټه واخیسته.

په ځواب کې پاکستان په احتیاط بیټنګ پیل کړ او د سر لوبغاړو مسولانه لوبه وکړه.

احمد شهزار ۶۳ منډې وکړې او وسوځېد خو د سر بل لوبغاړی او وېکټ ساتونکی سرفراز احمد تر پایه ولوبېد او ۱۰۱ منډې یې جوړې کړې.

دغه راز پاکستان ټاکل شوی هدف په ۴۶،۱ اورونو کې لاسته راوړ او منځلوبو ته یې لار ومونده.

پاکستان به منځلوبه د مارچ پر شلمه د کوربه لوبډلې استرالیا پر وړاندې ترسره کوي.

د منځلوبو مهالوېش:

لومړۍ منځلوبه: سریلنکا او سوېلي افریقا، د مارچ پر ۱۸مه د استرالیا په سډني لوبغالي کې.

دوهمه منځلوبه: هند او بنګله دیش، د مارچ پر ۱۹مه د استرالیا په میلبورن لوبغالي کې.

دریمه منځلوبه: استرالیا او پاکستان، د مارچ پر ۲۰مه د استرالیا په اډلېډ لوبغالي کې.

څلورمه منځلوبه: نیوزیلنډ او ویسټ انډیز، د مارچ ۲۱مه د نیوزیلنډ په ویلنګټن لوبغالي کې.

ورته مطالب