ویسټ انډیز اماراتو ته په ماتې ورکولو ځان منځلوبو ته نږدې کړ

Image caption د ویسټ انډیز تېز بالر او کپتان جېسن هولډر خورا ښه بالنګ وکړ او د ۲۷ منډو په بدل کې یې ۴ وېکټې واخیستې.

د ۲۰۱۵ کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې ویسټ انډیز د متحده عربي امارتو لوبډلې ته پر ۶ وېکټو ستره ماته ورکړه.

ویسټ انډیز د اماراتو د ۱۷۶ منډو هدف په ۳۱م اوور کې پوره کړ او دغه راز منځلوبو ته یې د لار موندنې قوي چانس لاسته راوړ.

د نومرو جدول ته په پام سره، ویسټ انډیز باید اماراتو ته ستره ماته ورکړې او هدف په ۳۶م اوور کې لاسته راوړی وای خو دوی دغه کار ۵ اورونه مخکې وکړ.

د نن بله مهمه او منځلوبو ته برخلیک ټاکونکې لوبه د پاکستان او ایرلنډ تر منځ ده.

اوسمهال ویسټ انډیز، پاکستان او ایرلنډ درې واړه شپږ، شپږ نومرې لري، خو دا چې د ویسټ انډیز د منډو سرعت یا (رن رېټ) له ایرلنډ او پاکستان دواړو زیات دی ځکه نو د دغو دوو هېوادونو (پاکستان او ایرلنډ) تر منځ د لوبې بریالۍ لوبډله به له ویسټ انډیز سره منځلوبو ته لار ومومي او بله به له سیالیو بهر شي.

ویسټ انډیز به یوازې په هغه صورت کې له منځلوبو پاتې شي چې د ایرلنډ او پاکستان لوبه یا مساوي یا د باران له کبله لغوه شي، چې بیا به پاکستان او ایرلنډ دواړه منځلوبو ته ووځي.

لوبه کې بیټنګ لومړی اماراتو لوبډلې پیل کړ او یوازې پر ۴۶ منډو یې ۶ وېکټې له لاسه ورکړې.

د ویسټ انډیز تېز بالر او کپتان جېسن هولډر خورا ښه بالنګ وکړ او د ۲۷ منډو په بدل کې یې ۴ وېکټې واخیستې.

بل تېز بالر جرېیمي ټېلر هم ښه وځلېد، ۳۶ منډې یې ورکړې او ۳ وېکټې لاسته راوړې.

داسې ښکارېده چې اماراتو لوبډله به ۱۰۰ منډې هم پوره نه کړي خو د امجد جاوید او ناصر عزیز پنځوسیزو په مټ دوی په ۴۷،۴ اورونو کې ۱۷۵ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

په ځواب کې ویسټ انډیز پوهېده چې باید هدف په ۳۶ اورونو کې لاسته راوړي چې منځلوبو ته لار ومومي ځکه یې نو چټکه توپوهنه وکړه.

جانسن چارلیس پر ۴۰ توپونو ۵۵ او جانتن کارټر پر ۵۸ توپونو ۵۰ منډې وکړې او دغه راز ویسټ انډیز ټاکل شوی هدف یوزاې په ۳۰،۳ اورونو کې پر ۴ وېکټو لاسته راوړ.

که ویسټ انډیز منځلوبو ته لار ومومي نو له کوربه او پیاوړې لوبډلې نیوزیلنډ سره به مخامخېږي.

ورته مطالب