کریکټ لوبډله کور ته ستنه شوه

Image caption د کرېکټ لسګونه مینه وال له ډولونو او ګلونو سره د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د افغان لوبډلې هرکلي ته ولاړ وو.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په نړیوال جام سیالیو کې له لوبېدو وروسته نن (دوشنبه) خپل کور ته ستنه شوه. که څه هم دغې لوبډلې په سیالیو کې ایله یوه لوبه ګټلې، خو افغانانو لکه د یوې اتلې لوبډلې په څېر هرکلی وکړ.

افغان لوبغاړي وايي په نړیوال جام سیالیو کې ګډون ورته تجربې ورکړې.

د لوبډلې د هرکلي انځورونه وګورئ

زموږ همکار سید عبدالله نظامي د کابل په هوايي ډګر کې د لوبډلې د هرکلي دستورو ته ورغلی و او دغه رپوټ يې چمتو کړی.

د کریکټ لوبغاړو هرکلي لپاره ډولونه کټ مټ لکه د یوې اتلوالۍ لمانځنه داسې وو.

د کرېکټ لسګونه مینه وال له ډولونو او ګلونو سره د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د افغان لوبډلې هرکلي ته ولاړ وو.

دوی وايي لوبډلې يي وکولای شو چې د افغانستان نوم په نړیوال جام سیالیو کې وځلوي.

محمد وزیر نبي زاده وايي، ساعتونه ساعتونه یې دلته د لوبډلې راتلو ته انتظار کړی.

افغان لوبډلې په نړیوال جام سیالیو کې ایله یوه لوبه له سکاټلنډه وګټله، هغه هیواد چې په دریم وار نړیوال جام سیالیو کې ګډون کوي، خو لا يې کومه لوبه نه ده ګټلې.

افغان لوبغاړي وايي له غښتلو لوبډلو سره لوبېدو يې تجربې ډیرې کړي دي، خو د لوبډلمشر محمد نبي بیا ډېر خوشاله نه دی.

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر محمد نسیم دانش بي بي سي ته وویل لوبډلې يي ښه لوبه وکړه او ان ډیرې غښتلې لوبډلې يې وارخطا کړې وې خو هغه څه چې د ستونزو په توګه یادیږي ورته يې پام دی او په راتلونکو سیالیو کې به يې لوبډله له پوره تیاریو سره د لوبو ډګر ته ورځي.

افغان کرېکټ لوبډلې په لومړي ځل د نړیوال جام په پنځوس اوریزو سیالیو کې ګډون وکړ، دا لوبډله له خاورینو لوبغالو راووته او ډېر ژر يې په نړیواله کچه خپل ځای ومونده؛ ځکه نو يې په خپل هېواد کې هم تربلې هرې لوبې ډېر مینه وال په ځان رامات کړي دي.

ورته مطالب