نړیوال جام: "سوېلي افریقا به دا ځل نه وارخطا کېږي"

Image caption د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې سوېلي افریقا د خپل ګروپ څلور لوبې وګټلې او منځلوبو ته یې لار ومونده.

د سوېلي افریقا د کرېکټ لوبډلې کپتان اې بي ډیویلیرز وايي چې لوبډله به یې دا ځل د نړیوال جام په منځلوبه کې د سریلنکا پر وړاندې تر فشار لاندې نه راځي.

سوېلي افریقا تر دې مخکې په نړیوال جام سیالیو کې هېڅکله برخلیک ټاکونکې یا (ناک اوټ) لوبه نه ده ګټلې خو ډیلویلیرز وویل چې په سډڼي کې به د چارشنبې پر ورځ تاریخ هېڅ رول و نه لري.

نوموړي وویل: "موږ نه شو کولی د تېرو لوبو په اړه فکر وکړو چې څه وشول. زموږ هڅه به دا وي چې ښه لوبه وکړو او و یې ګټو".

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې سوېلي افریقا د خپل ګروپ څلور لوبې وګټلې او منځلوبو ته یې لار ومونده.

دوی په خپل ګروپ کې دوهم ځای لري، د ګروپ لومړی مقام هند خپل کړی دی.

په نړیوال جام سیالیو کې د سوېلي افریقا مهمې ماتې:

د سوېلي افریقا لوبډله شپږ ځلې په نړیوال جام سیالیو کې څرګنده شوې او درې ځلې یې نیمه پایلوبو ته لار موندلې ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ۱۹۹۹ کال نړیوال جام نیمه پایلوبه کې سوېلي افریقا خپله لوبه له استرالیا سره مساوي پای ته ورسوله چې له کبله یې دوی پایلوبې ته لار و نه مونده.

دوی په ۱۹۹۲، ۱۹۹۹ او ۲۰۰۷ کلونو نړیوال جام اتلولیو کې په ګروپي لوبو کې د لوړو نومرو او بریاوو پر بنسټ نیمه پایلوبو ته لار موندلې وه.

د ۱۹۹۹ نړیوال جام نیمه پایلوبه:

سوېلي افریقا په وروستیو څلورو توپونو د استرالیا پر وړاندې د بریا لپاره یوازې یوې منډې ته اړتیا درلوده خو وورستی لوبغاړی الن ډونلډ په منډه کې وسوځېد، چې لا دوه توپونه پاتې وو او لوبه مساوي پای ته ورسېده.

خو دا سوېلي افریقا ته له لوبو د بهر کېدو په معنا وه ځکه د استرالیا نومرې تر دوی ډېرې وې.

۲۰۰۳ کال نړیوال جام ګروپي لوبې:

د سوېلي افریقا کپتان شان پالک فکر کاوه چې دوی د (ډي ایل) محاسبې پر بنسټ سریلنکا ته ماته ورکړې خو په حقیقت کې لوبه مساوي شوې وه او سوېلي افریقا بیا د نومرو د توپیر پر بنسټ له اتلولیو بهر شوه.

د ۲۰۰۷ کال نړیوال جام نیمه پایلوبه:

د استرالیا پر وړاندې د سوېلي افریقا ټوله لوبډله یوازې پر ۱۴۹ منډو وسوځېده او په ویسټ انډیز کې یې دغه لوبه د ۷ وېکټو په ستر توپیر وبایلله.

۲۰۱۱ کال نړیوال جام منځلوبه:

په بنګله دیش کې، د نیوزیلنډ پر وړاندې د ۲۲۲ منډو یو نسبتا اسان هدف په تعقیب کې، سوېلي افریقا یو مهال پر ۲ وېکټو ۱۰۸ منډې درلودې خو پای کې یې ټول لوبغاړي پر ۱۷۲ منډو له لاسه ورکړل.

ډیویلیرز وویل: (ما خپله د ۱۹۹۹، ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ کلونو پر ماتو ډېر ټینګار نه دی کړی. مهمه دا ده چې موږ د چارشنبې پر ورځ بیا په منځلوبه کې لوبېږو).

د سوېلي افریقا او سریلنکا تر منځ د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام منځلوبه د مارچ پر ۱۸مه د استرالیا د سډني په لوبغالي کې ترسره کېږي.

د پاتې دریو منځلوبو مهالویش په دې ډول دی:

  • دوهمه منځلوبه: هند او بنګله دیش، د مارچ پر ۱۹مه د استرالیا په میلبورن لوبغالي کې.
  • دریمه منځلوبه: استرالیا او پاکستان، د مارچ پر ۲۰مه د استرالیا په اډلېډ لوبغالي کې.
  • څلورمه منځلوبه: نیوزیلنډ او ویسټ انډیز، د مارچ ۲۱مه د نیوزیلنډ په ویلنګټن لوبغالي کې.