دوه کلنې ماشومې د غشي ویشتو ریکارډ جوړ کړ

د انځور حقوق AFP
Image caption ډولي د هند تر ټولو کم عمره غشي ویشتونکې ریکارډ جوړ کړی

هند کې یوې دوې کلنې نجلۍ په ملي کچه غشي ویشتو برخه کې نوی ریکارډ جوړ کړی.

سیالۍ د اندهرا پردېش ایالت په وجیواړه سیمه کې تر سره شوې، چې پکې دوه کلنې ډولي شیواني چروکري له دوو سوو ډېر پواینټونه تر لاسه کړل.

د هند دولتي خبري اژانس پي ټي ای په رپوټ کې ویل شوي، چې د ( انډبا بک اف ریکارډز ) له مخې په غشي ویشتو کې دومره پواینټونه تر لاسه کونکې تر ټولو کم عمره لوبغاړې ده.

سیالیو کې ډولي ۵ متره لرې هدف په ۳۶ غشو وویشت او بیا یې اووه متره لرې هدف هم په غشو وویشت او ټولټال یې ۳۸۸ پواینټونه تر لاسه کړل.

د سیالیو پر مهال لوړپوړي افسران او د انډیا بک اف ریکارډ مسوولین هم موجود وو.

د غشي ویشتونکو اتحادیې مشر ګجن ابرول بي بي سي ته وویل، موږ پرې ویاړو، ډولي زموږ ټولو لپاره ویاړ دی.

رپوټونو کې ویل شوي، چې ۲۰۱۰ کال کې د ډولي ورور او غشي ویشتو نړیوالو سیالیو اتل په یوه تراپیکي پېښه کې ومړ.

د ډولي پلار چروکري ستینارای وايي دذ ډولي روزنه له لومړي سره د غشي ویشتونکو د اتلې په توګه وشوې.

نوموړي د فرانسې له خبرې اژانش اي ایف پي سره خبرو کې نوموړي ویلي، چې د ډولي له پیدا کېدو مخکې یې د هغې لپاره د غشي ویشتو ماهرې جوړولو پرېکړه کړې وه.

د چروکري ستینارای په وجیواړه سیمه کې د غشي ویشتو روزنې مرکز لري او وايي لور یې هره ورځ له دوو تر دریو ساعتونو پورې روزنه کېږي او وايي دا چې د هغې کورنۍ ټول غشي ویشتونکي وو، ځکه طبیعي وړتیا هم لري.