'شپږو افغان فوټبال لوبغاړو استعفا کړې'

د انځور حقوق f
Image caption د فوټبال په ملي لوبډله کې بهر مېشتي لوبغاړي هم لوبېږي، خو استفا کوونکي ټول لوبغاړي په افغانستان کې وسېږي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون پخلی کړی چې د دغې لوبې د ملي لوبډلې ۶ تنو لوبغاړو له لوبډلې د وتلو پرېکړه کړې، او د فیسبوک له لارې یې ویلي دي چې نور نه غواړي د ملي لوبډلې برخه ووسي. د لوبغاړو ددغې پرېکړې لامل تر اوسه جوت نه دی، خو اړوند چارواکي وايي چې لوبډله له قرغیزستانه راستنه شي، ستونزه به و ارزوي.

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د لوبډل مشر اسلام الدین امیري په ګډون ۶ تنو لوبغاړو داسې مهال د فیسبوک په مټ استعفاوې کړي، چې ټاکل شوې افغان لوبډله نن (سې شنبه) د قرغیزستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي.

۶ واړو لوبغاړو خپل استعفا لیکونه هغه هېواد ته تر رسېدو مخکې له دوبۍ خپاره کړي دي.

د لوبغاړو د استعفاوو لامل تر دې مهاله جوت نه دی،د فوټبال د ملي لوبډلې روزونکي یوسف کارګر بي بي سي ته وویل چې لوبغاړو په رسمي ډول فدراسیون ته کوم لیک نه دی سپارلی.

د فوټبال فدراسیون د تخنیکي برخې مشر طاهر رؤفي بیا د لوبغاړو پرېکړه احساساتي وبلله:

''دغه شپږ- اوه کسان چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې غړي دي، په دوبۍ او قرغیزستان لوبو کې یې ګډون درلود، د ناز یا غوسې له کبله ویلي چې له قرغیزستان سره تر لوبې وروسته دوی استعفاوې ورکوي. دا د دوی یو احساستي او تصادفي تصمیم دی''.

ښاغلي رؤفي وویل چې د فوټبال پر ملي لوبډله لوی لګښت شوی، او دوی ته چمتو نه دي چې په دومره اسانه دغه لوبغاړي له لاسه ورکړي.

د فوټبال په ملي لوبډله کې بهر مېشتي لوبغاړي هم لوبېږي، خو استعفا کوونکي ټول لوبغاړي په افغانستان کې وسېږي.

Image caption په وروستیو کلونو کې د افغانستان فوټبال بې ساری پرمختګ کړی، تر دې چې د لومړي ځل لپاره یې د سوېلي اسیا اتلولي وګټله.

هڅه مو وکړه چې له لوبغاړو سره هم اړیکي ټینګ کړو، خو بریالیتوب مو ملتیا ونه کړه.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان فوټبال بې ساری پرمختګ کړی، تر دې چې د لومړي ځل لپاره یې د سوېلي اسیا اتلولي وګټله.

همدا راز لوبډله د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) په پوړ ټاکنه کې هم مخکې شوې ده.

مخکې یې ۲۰۹ ځای درلود، خو وسمهال ۱۴۱ پوړ ته پورته شوې ده.

ورته مطالب