په آی پي اېل کې د ډیلي لوبډلې لومړۍ بریا

د انځور حقوق PTI

د هندوستان په غوره ليګ کرکټ سياليو کې لسمه لوبه د ډيلي ډېرډېولز او د پنجاب کېنګز اېلېون لوبډلو ترمنځ وه.

ډيلي ډېرډېولز لوبډلې وکړای شول چې په پنځو ويکټو پنجاب لوبډله ماته کړي.

په دغه لوبه کې لومړی توپوهنه پنجاب لوبډلې کېنګز اېلېون وکړه او په ټاکل شويو شلو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۵ منډې هدف وټاکه.

د پنجاب لوبډلې وتلي لوبغاړي ورېندرسېواک په ۴۱ بالونو ۴۷ منډې جوړ کړې او دا په دغه لوبډله کې تر ټولو لوړ رنزونه وه.

سېواګ په تيرو لوبو کې هم ښه ځلېدلی و خو دا ځل يې بخت ياري ونه کړه.

ډيلي لوبډلې د توپوهنې پر مهال په لومړي سر کې خورا تيز لوبه و کړه او لوبغاړي يې هم تر ډيره په ميدان کې ودرېدل.

په دغه لوبډله کې ډيرې منډې ماينګ اګروال جوړ کړې. هغه وکړای شول چې په ۴۸ بالونو ۶۸ منډې جوړې کړي او له همدې وجې دلوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

دارنګه يوراج سېنګ هم ښه لوبه وکړه او په ۳۹ بالونو يې ۵۵ منډې جوړ کړې.

دغې لوبډلې په ۱۹ اوور کې د سيالې لوبډلې ټاکل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او لوبه يې خپله کړه.

له دې مخکې پنجاب لوبډلې کېنګز اېلېون يوه لوبه ګټلې وه خو ډيلې لوبډلې بيللې وه.

د هندوستان په ای پي اېل لوبو کې ۵۰ نورې لوبې هم پاتې دي.

راتلونکې لوبه به د راجستان رويل او سنرايزر حيدر اباد ترمنځ وي.

ورته مطالب