بنګله دیش په وروستۍ لوبه کې هم پاکستان ته ستره ماته ورکړه

Image caption سومیا سرکار پر ۱۱۰ توپونو چټکې ۱۲۷ منډې وکړې چې ۶ شپږیزې او ۱۳ څلوریزې په کې شاملې وې.

د پاکستان او کوربه بنګله دیش کرېکټ لوبډلو تر منځ د دریو یو ورځنیو لوبو په دریمه لوبه کې بنګله دیش پاکستان ته پر اتو وېکټو ستره ماته ورکړه.

بنګله دیش د پاکستان له خوا ټاکل شوی د ۲۵۱ منډو هدف په ۴۰م اوور کې په اسانۍ لاسته راوړ.

د لوبې پچه د پاکستان لوبډلمشر اظهر علي وګټله او لومړی یې د بیټنګ پرېکړه وکړه.

د بیټنګ پیل د پاکستان کپتان اظهر او ځوان لوبغاړي سمیع اسلم وکړ.

دواړو په ګډه د لوبډلې منډې په ۱۸ اورونو کې ۹۱ ته رسولې وې چې سمیع پر ۴۵ منډو وسوځېد.

ورپسې د پاکستان دریم توپ وهونکی محمد حفیظ یوازې پر څلورو منډو خپله وېکټه له لاسه ورکړه.

خو د څلورمې وېکټې لپاره حارث سهیل د خپل کپتان کلکه ملګرتیا وکړه او پنځوسیزه یې ووهله.

د پاکستان منډې په ۳۹م اوور کې ۲۰۳ منډو ته رسېدلې وې چې اظهر علي او بیا ورپسې حارث سهیل وسوځېدل.

پاتې لوبغاړو ښه لوبه نندارې ته وړاندې نه کړه او که څه هم داسې ښکارېده چې ښايي پاکستان د ۲۷۰ تر ۲۸۰ منډو هدف وټاکي خو پای کې یوازې ۲۵۰ منډو ته محدود شو.

د بنګله دیش له خوا بالنګ کې مشرفې مرتضی، روبېل حسین، عرفات سني او شکیب الحسن دوه، دوه وېکټې واخیستې.

Image caption د پاکستان کپتان اظهر علي پر ۱۱۲ توپونو ۱۰۱ منډې وکړې خو لوبډلې ته یې ګټه و نه کړه.

په ځواب کې د سر لوبغاړي سومیا سرکار د شاندارې او ناسوځېدلې سلیزې په مټ بنګله دیش ټاکل شوی هدف په خوار اسانۍ پوره کړ.

سومیا سرکار پر ۱۱۰ توپونو چټکې ۱۲۷ منډې وکړې چې ۶ شپږیزې او ۱۳ څلوریزې په کې شاملې وې.

د سومیا سرکار تر څنګ تمیم اقبال ۶۴ او مشفیق رحیم ناسوځېدلې ۴۹ منډې وکړې.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې د سیریز دوه نورې لوبې هم بنګله دیش په سترو توپیرونو ګټلې او دغه راز یې د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ ۳-۰ وګټله.

دا په تېرو ۱۶ کلونو کې د پاکستان پر وړاندې د بنګله دیش لومړۍ بریا ده.

وروستی ځل بنګله دیش پاکستان ته د ۱۹۹۹ کال نړیوال جام سیالیو کې ماته ورکړې وه.

ورته مطالب