پنځه کاله وروسته لومړۍ پاکستانۍ سلیزه

Image caption په نننۍ لوبه کې پاکستان لومړی د بیټنګ پرېکړه وکړه او په ټاکلو شویو ۵۰ اورونو کې یې بنګله دیش ته د ۲۵۱ منډو هدف ټاکلی دی.

د پاکستان او کوربه بنګله دیش کرېکټ لوبډلو تر منځ د دریو یو ورځنیو لوبو په دریمه لوبه کې د پاکستان کپتان اظهر علي پر ۱۱۲ توپونو ۱۰۱ منډې وکړې.

دا په تېرو پنځو کلونو کې په یو ورځنیو لوبو کې د یوه پاکستاني کپتان لومړی سلیزه وه.

تر دې وړاندې د پاکستان لوبډلې کپتان په توګه وروستۍ سلیزه په ۲۰۱۰ کال کې د هغه مهال کپتان شاهد اپريدي وهلې وه.

په نننۍ لوبه کې پاکستان لومړی د بیټنګ پرېکړه وکړه او په ټاکلو شویو ۵۰ اورونو کې یې بنګله دیش ته د ۲۵۱ منډو هدف ټاکلی دی.

د بیټنګ پیل د پاکستان کپتان اظهر علي او ځوان لوبغاړي سمیع اسلم وکړ.

دواړو په ګډه د لوبډلې منډې په ۱۸ اورونو کې ۹۱ ته رسولې وې چې سمیع پر ۴۵ منډو وسوځېد.

ورپسې د پاکستان دریم توپ وهونکی محمد حفیظ یوازې پر څلورو منډو خپله وېکټه له لاسه ورکړه.

خو د څلورمې وېکټې لپاره حارث سهیل د خپل کپتان کلکه ملګرتیا وکړه او پنځوسیزه یې ووهله.

د پاکستان منډې په ۳۹م اوور کې ۲۰۳ منډو ته رسېدلې وې چې اظهر علي او بیا ورپسې حارث سهیل وسوځېدل.

پاتې لوبغاړو ښه لوبه نندارې ته وړاندې نه کړه او که څه هم داسې ښکارېده چې ښايي پاکستان د ۲۷۰ تر ۲۸۰ منډو هدف وټاکي خو پای کې یوازې ۲۵۰ منډو ته محدود شو.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې د سیریز دوه نورې لوبې بنګله دیش په سترو توپیرونو ګټلې او دغه راز د نننۍ لوبې پایله که هر څه وي، د لوبو لړۍ کوربه بنګله دیش ګټلې ده.

دا په تېرو ۱۶ کلونو کې د پاکستان پر وړاندې د بنګله دیش لومړۍ بریا ده.

وروستی ځل بنګله دیش پاکستان ته د ۱۹۹۹ کال نړیوال جام سیالیو کې ماته ورکړې وه.