چلنجر د ای پي اېل ۲۲ لوبه په ۹ وېکټو وګټله

د انځور حقوق PTI

د هندوستان د غوره ليک په ټورنمېنټ کې ۲۲مه لوبه د راجستان رويلز او رويلز چلنجر بنګلور لوبډلو ترمنځ په احمد اباد کې وشوه.

دغه لوبه چلنجر لوبډلې په نهو وېکټو وګټله او ټاکل شوی هدف يې په ۱۶ اور کې پوره کړ.

چنلچر يو له هغو لوبډلو څخه شمېرل کېږي، چې په روان ای پي اېل لوبو کې يې ډېرې لوبې ګټلې دي.

لومړی توپوهنه راجستان لوبډلې وکړه او په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو چنلجر لوبډلې ته ۱۳۰ منډې هدف وټاکه.

د منډو دغه ډول کچه د هندوستان په غوره ليک سياليو کې لوړ هدف نه بلل کېږي.

په راجستان لوبډله کې سټېون سمېت ډېرې منډې جوړې کړې هغه په ۲۸ بالونو ۳۱ رنزونه وکړل د دې لوبډلې نور لوبغاړي پر له پسې اوټ شول.

خو چلنجر لوبډلې دغه هدف يواځې د يو لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او لوبه يې په نهو وېکټو د ځان کړه.

د دغه ټيم کيپتان وېرات کوهلي او اي بي ډېوېلرز د لوبې تر پايه ونه سوځېدل او ښه لوبه يې وکړه.

کوهلي په ۴۶ بالونو ۶۲ منډې وکړې او ډېوېلرز په ۳۴ بالونو ۴۷ منډې جوړ کړې د دې مېچ غوره لوبغاړی مېچل سټارک وبلل شو.

نوموړي د راجستان لوبډې درې وېکټې واخېستې.

د هندوستان په اې پي اېل لوبو کې بله لوبه ممبۍ انډېنز او سنرايزر حيدار اباد لوبډلو ترمنځ په ممبۍ کې ترسره کېږي.

د هندوستان د غوره ليګ سيالۍ چې هر کال يوځل کېږي، د مۍ تر ۲۴ به روانې وي.

ورته مطالب