د لندن ۲۰۱۵ کال مرتون کې په زرګونو کسانو ګډون کړی و

د انځور حقوق Reuters
Image caption د لندن ۲۰۱۵ کال مرتون کې په لسګونو زرو کسانو ګډون کړی و

لندن مرتون د اوږدې فاصلې ځغاستو مسابقه ده چې هر کال په لندن ښار کې ترسره کېږي.

دا ځغاسته لومړی ځل په ۱۹۸۱کې ترسره شوې وه او له هغه راهيسې هر کال اوړی په لندن کې ترسره کېږي.

لندن مرتون، پخواني اولمپيک ګټونکي او ژورنالست کرېس برشر او منډې وهونکي جان ډېزلي د لومړي ځل لپاره جوړ کړ.

د کال ځغاستو (لندن مرتون) د ۳۵ ځل لپاره ترسره شو، چې دا ځل په لسګونو زرو کسانو په کې برخه اخيستې وه.

د نارينه وو په ځغاسته کې د کينيا، اليوډ کپچوچ او ښځينو کې د ايتوپيا ټګسټ ټوفا ګټوونکی وبلل شول.

د انځور حقوق AP

اليوډ کپچ په دوه ساعته څلور دقيقو او ۴۷ ثانيو کې شاوخوا ۴۲ کيلومتره منډه وکړه او د لندن مرتون ګټونکی اعلان شو.

د لندن مرتون جوړوونکي وايي دا ځل په دې مسابقه کې شاوخوا ۳۷۸۰۰ کسانو برخه اخيستې وه، ويل کېږي لندن مرتون تر پخوا دا ځل زيات ګډون کوونکي لرل.

دا ځغاسته د لندن له جنوبي برخې بلک هيت پيل او په مرکزي لندن کې پای ته ورسېده.

د انځور حقوق PA

خلکو په دې مسابقو کې د بېلابېلو خيريه ټولنو لپاره مرستې راټولي. دوی هيله لري چې د تېر کال د ميليونو ډالرو راټولو شويو پيسو ريکارډ به مات کړي.

د مرتون نړيوال ګټوونکی پولا ريډکلف اوس د ۴۱ کلونو شو او دا به يې د لندن مرتون لپاره اخرينۍ ځغاسته وي.

په ۲۰۰۳ کال پولا ريډکلف د لندن مرتون دا فاصله په دوه ساعته او ۱۵ دقيقو کې وهلې وه.

په دې لوبو کې د بريتانيا مشهور کسانو هم ګډون کړی و.

د انځور حقوق AP
Image caption د مرتون ګټوونکي د ۴۲ کيلو متره اوږده لار وهي چې د لندن له زړو او تاريخي ځايونو تېرېږي.
د انځور حقوق PA
د انځور حقوق Getty
Image caption د انګلستان فوټبال لوبډلې پخوانی کپتان ډېوېډ بېکهم هم دې مسابقې ته ورغلی و
د انځور حقوق PA