په آې پي اېل کې چنایي لوبډله له ټولو مخکې شوه

د انځور حقوق PTI
Image caption د اي پې اېل ۲۵ لوبه د راجستان روېلز او کولکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ په کولکته کې ترسره کېږي.

د هندوستان په غوره ليګ سياليو کې ۲۴ لوبه د چنايي سوپر کېنګز او کېنګز ايلېون پنچاب لوبډلو ترمنځ وه.

دغه سيالي چنایي لوبډلې په ۹۷ منډو توپير وګټله. چنايي لوبډلې تر اوسه د ټولو لوبډلو په سر سر کې ځای لري. دغې لوبډلې شپږ لوبې کړې او پنځه يې ترې ګټلې دي.

په دغه لوبه کې لومړی توپوهنه چنايي لوبډلې وکړه او په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې يې پنجاب لوبډلې ته د درې لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۲ منډې هدف وټاکه.

په دغه لوبډله کې برېنډر مکالم او اېم اېس ډوني ښه وځلېدل. مکالم په ۴۴ بالونو ۶۶ مڼدې او ډوني ۲۷ بالونو ۴۱ رنزونه جوړ کړل. ډوني، چې د دې ټيم مشر دی، د لوبې تر پانه ونه سوځېد.

پنجاب لوبډلې په شلو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو اېله ۹۵ منډې جوړ کړې او لوبه يې وبيلله. پنجاب لوبډلې ټولې شپږ لوبې تر اوسه کړې، دوه يې ګټلې او څلور يې بيللې دي.

د دغې سيالۍ غوره لوبغاړی برېنډر مکالم غوره شو.

د اي پې اېل ۲۵ لوبه د راجستان روېلز او کولکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ په کولکته کې ترسره کېږي.

راجستان تر اوسه د ټولو لوبډلو په قطار کې دويم ځای لري. دې لوبډې اووه لوبې کړي، پنځه يې ګټلې او دوه يې بيللې دي. کولکته بيا تر اوسه درېيم ځای لري.

ورته مطالب