د آی پي اېل په ۲۶ لوبه کې د بنګلور کمسارې بريا

د انځور حقوق PTI
Image caption د دغې لوبډلې اووه لوبغاړي په داسې حالت وسوځېدل چې يوه يې هم له پنځو لوړې منډې نه وې جوړې کړې.

د هندوستان په غوره ليګ (آی پي اېل) سياليو کې ۲۶ لوبه د روېل چلینجرز بنګلور او ډيلي ډرېډوېلز لوبډلو ترمنځ وه.

په دغه لوبه کې بنګلور لوبډلې ډيلي لوبډلې ته په لسو وېکټو ماتې ورکړه چې دا د آی پي اېل په روانو سياليو کې تر ټولو ستره ماتې بلل کېږي.

لومړی توپوهنه ډيلي لوبډلې وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې په ۱۸ اورونو کې اېله ۹۵ منډې جوړې کړې.

د دغې لوبډلې اووه لوبغاړي په داسې حالت وسوځېدل چې يوه يې هم له پنځو لوړې منډې نه وې جوړې کړې.

خو چلینجر لوبډلې دغه هدف په لسم اور کې پوره کړ او لوبه يې وګټله. د دغې لوبډلې يوآځې دوو لوبغاړو توپوهنه وکړه او د لوبې ترپايه هم ونه سوځېدل.

کرېس ګېل چې د هندوستان په غوره ليګ لوبو کې يې د شپږيزو ريکارډ جوړ کړی، په دغه لوبه کې يې په ۴۰ بالونو ۶۲ مڼدې جوړې کړې. نوموړي څلور شپږېزې او شپږ څلورېزې ووهلې.

دارنګه د چلینجر لوبډلې کيپټان وېرات کوهلي هم ښه لوبه وکړه. هغه په ۲۳ بالونو ۳۵ منډې جوړې کړې. نوموړي شپږ څلورېزې ووهلې.

د دغې لوبې غوره لوبغاړي وارون ارون غوره شو. هغه په دې لوبه کې د ډيلي د لوبډلې درې ويکټې واخيستې.

چلینجر لوبډله تر دې مهال د لوبډلو په کتار کې څلورم ځای لري.

د هندوستان په غوره ليګ سياليو کې راتلونکې لوبه د کېنګ اېلېونز پنجاب او سنرايزر حيدر آباد لوبډلو ترمنځ په پنجاب کې ترسره کېږي.

دغه لوبې به د مې تر ۲۴ مې پورې په هندوستان کې روانې وي چې اته لوبډلې پکې لوبيږي. په دې سياليو کې ډېرې يې راجستان رويل ګټلې دي او تر دې مهاله د ټولو لوبډلو په سر کې ده.

ورته مطالب