ممبۍ لوبډلې د آی پي اېل ۳۲ لوبه وګټله

د انځور حقوق PTI. AP

د هندوستان په غوره ليګ (آی پې اېل) سياليو کې ۳۲ لوبه د ممبۍ اينډينز او راجستان رويلز لوبډلو ترمنځ وه. .

دغه لوبه ممبۍ لوبډلې په اتو منډو وګټله.

لومړی توپوهنه ممبۍ لوبډلې وکړه او په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۷ منډې هدف وټاکه.

په ممبۍ لوبډله کې امبتي رويوډو ښه لوبه وکړه او په ۲۷ بالونو يې ۵۳ منډې وکړې. نوموړي چې درې شپږېزې او څلور څلورېزې ووهلې، د لوبې تر پايه ونه سوځېده. دارنګه په دغه لوبډله کې لېنډل سېمون او روحېت شرما هم ښې مڼدې جوړ کړې.

راجستان لوبډلې که څه هم په پيل کې ښه لوبه وکړه او لوبغاړي يې تر ډېره په وېکټه ودرېدل خو وروسته يې پر لپسې لوبغاړي وسوځېدل. دغې لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ رنزونه وکړل او لوبه يې وبيلله.

په راجستان لوبډله کې سنجو سمسون جوړ کړې. نوموړي په ۴۶ بالونو ۷۶ منډې وکړې. هغه درې شپږېزې او اووه څلورېزې ووهلې. دغې لوبډله تر اوسه په دغو لوبو کې دويم مقام لري. خو ممبۍ لوبډله بيا اوم ځای لري.

د هندوستان د اي پې اېل لوبو راتلونکې لوبه د کولکته نايټ رايډرز او رويل چلنجر بنګلور لوبډلو ترمنځ په بنګلور کې ترسره کېږي.

کولکته لوبډله، چې تېر کاله اتل لوبډله وه، تر دې مهال په درېيم مقام کې ځای لري. دغه شل اورېزې لوبې هر کال يوځل ترسره کېږې چې د نړۍ ځينې وتلي لوبغاړي پکې لوبه کوي.په دغو ټورنمېنټ کې اته لوبډلې لوبېږي.

ورته مطالب