په ای پې اېل کې راجستان رويلز لوبډله بيا سر ته ووته

د انځور حقوق PTI
Image caption راجستان لوبډله له دې بريا سره يو ځل بيا د ټولو لوبډلو سر ته ووته. دوی تر اوسه ۱۱ لوبې کړي او شپږ ېې ترې ګټلې دي

د هندوستان د ای پې اېل سياليو ۳۶ لوبه د راجستان رويلز او ډيلي ډېيرډېولز لوبډلو ترمنځ وه.

دغه سيالي راجستان لوبډلې په ۱۴منډو وګټله.

راجستان لوبډله له دې بريا سره يو ځل بيا د ټولو لوبډلو سر ته ووته. دغې لوبډلې تر اوسه ۱۱ لوبې کړي او شپږ ېې ترې ګټلې دي. تر اوسه چنای له ټولو لوبډلو مخکې وه.

په دغه لوبه کې لومړی بېټنګ راجستان لوبډلې وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې يې د دوو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه.

په را جستان لوبډله کې آجېنکې رهان په زړه پورې لوبه وکړه. هغه په ۵۴ توپونو ۹۱ منډې جوړ کړې او د لوبې تر پايه ونه سوځېد. نوموړي نهه څلورېزې او درې شپږېزې ووهلې.

د دې څنګ کارون نېر هم ښه لوبه وکړه او په ۳۸ بالونو يې ۶۱ منډې جوړ کړې. ده دوه شپږېزې او شپږ څلورېزې ووهلې.

ډيلي لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۵ مڼډې وکړې او ټاکل شوی هدف يې پوره نه شوای کړای.

په ډيلي لوبډله کې جې پې ډومېنې ښې منډې وکړې. نوموړي په ۳۹ بالونو ۵۶ منډې وکړل.

له دې لوبې وړاندې، د ای پې اېل ۳۵ لوبه ممبۍ ايڼدينز لوبډلې په ۲۲ منډو له پنجاب لوبډلې ګټلې وه. ممبۍ لوبډلې پنجاب لوبډلې ته ۱۷۲ مڼډو هدف ټاکلی و.

د هندوستان د غوره ليګ سياليو بله هغه د چنای سوپرکېنګز او رويلز چلنچر بنګلور لوبډلو ترمنځ په چنای لوبغاړي کې ترسره کېږي.

چنايي لوبډله اوس ټولو ټيمونو کې دويم ځای لري. په هندوستان کې د ای پې اېل لوبې به نژدې درۍ اونۍ نورې هم روانې وي. په دغه ټورنمېنټ کې د اتو لوبډلو ترمنځ ۶۰ سيالۍ ترسره کېږي.

ورته مطالب