د سوکوهنې د "پېړۍ سیالۍ" کې امریکایی لاسبری شو

د انځور حقوق Getty

د امریکا لاس ویګاس ام جي ګرانډ سالون کې امریکایی سوکوهونکی مې ویتر پر فلپیني مني پکواو لاسبری شو. منځګړو مې ویتر د سیالۍ ګټونکی اعلان کړ.

دغه لوبه په ټوله نړۍ کې د رسنیو د سر خبر ګرځېدلی و، چې د "پېړۍ لوبه" یې بللې وه او د کتلو لپاره یې نژدې اولس زره کسان ورغلي وو.

مې ویتر په دې بریا سره ټول ټال ۴۸ سیالۍ ګټلې دي.

راکي مارسیانو هغه لومړی سوکوهونکی دی، چې ددغې لوبې په تاریخ کې یې ۴۹ ځلې سیالۍ ګټلې دي.

مې ویتر له سیالۍ وروسته وویل، مني پکواو یې سیال و، خو هغه وکړای شو، چې هغه مات کړي.

ده وویل، په تېر سپتمبر کې د تړون پربنسټ، باید یوه بله سیالي هم جوړه شي.

خو مني پاکواو وویل، داسې انګیري، چې ددې سیالۍ "ګټونکی" دی.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق

فلپین کې د بي بي سي خبریال واييو ګڼ خلک له سیالۍ ناراضه وو، او په دې اند دي، چې د دوی وطندار سوکوهونکی د سیالۍ ګټونکی دی. خو د بي بي سي د خبریال په وینا، مني پکواو پخپل هېواد کې یو "اتل" دی.

پکواو په ټول ټال ۶۵ سیالیو کې، ۵۷ ګټلې دي، په شپږو کې مات شوی او دوو کې مساوي راغلی دی.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې د پکواو راتلونکی ګام به څه وي. خو وړاندې یې ویلي وو چې بله سیالۍ کې ممکنه ده.

له سیالیو سره خدای پاماني

د انځور حقوق

د خبریالانو په وینا، پکواو په دې تمه دی چې په دې سیالۍ کې یې بریا وکړای شي له نورو سیالیو سره خدای پاماني وکړي، خو اوس څرګنده نه ده، چې نوموړی به نورو سیالیو ته دوام ورکړي او که به لاس پر سر شي.

تر اوسه د دې سیالۍ له دواړو لوبغاړو هېڅ کوم یوه هم په راتلونکې سیالۍ کې د ګډون کولو په اړه څه نه دي ویلي.

پکواو د ۲۰۱۰ کال د فلپین پارلماني ټاکنو ته ولاړ و، چې بالاخره د فلپین سیاست ته داخل شو.

د انځور حقوق

وزن پورته کول

فلویډ مې ویتر او مني پکواو د تېرې جمعې په ورځ (مې ۱/غويي ۱۱) د خپلو ۱۱ زرو او ۵۰۰ پلویانو پر وړاندې له یو بل سره د وزن پورته کولو سیالۍ کې ګډون وکړ.

وړاندوینې دا وې چې دا سیالي به په لاس ویګاس کې د سوکوهنې د سیالۍ په تاریخ کې تر ټولو "شتمنه سیالي" وي.

په لومړي سر کې د سیالۍ د ننداره چیانو لپاره ټکټونه په ۱۰ ډالر خرڅېدل، که څه هم دغه ټکټونه په تور بازار کې په ۸۰۰ ډالر وپلورل شول، خو وروسته یې قیمت ان ۴۰۰۰ ډالرو ته وخوت.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق Getty

اټکل دی، چې دغې سیالۍ به شاوخوا ۴۰۰ میلیون ډالر عاید ترلاسه کړی وي.

امریکایی مې ویتر په ۱۴۶ پاوه (نژدې ۵۴۴۹ کیلوګرامه) وزن او پکواو ۱۴۵ پاوه (چې شاوخوا ۵۴۱۲ کیلوګرامه کېږي) وزن پورته کولو سیالۍ کې ګډون وکړ.

فلوید مې ویتر په مراسمو کې وویل: "په هغو مهارتونو سره، چې له ما سره دي، زه بریالی کېږم. له پکواو پرته د بل هېڅ شي په سوچ کې نه یم. هغه یو ډېر پیاوړی سوکوهونکی دی".

پکواو هم ویلي وو، بریالی به وي.

د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service

ورته مطالب