د هندوستان په غوره ليګ کې چنای لوبډله بيا مخکې شوه

د انځور حقوق PTI

د هندوستان د کرېکټ په غوره ليګ (ای پې اېل) سيالیو کې چنای سوپر کېنګز لوبډله رويل چلنجر بنګلور لوبډلې ته په ماتې ورکولو، بيا د لوبډلو سر ته ووتله.

چنای لوبډلې تر اوسه ۱۱ سيالۍ کړي او اووه يې ترې ګټلې دي. راجستان رويلز لوبډله چې مخکې يې لومړی ځای درلود، اوس دويم مقام ته راښکته شوې ده.

د دغه ټورنمېنټ په ۳۷ لوبو کې چنای لوبډلې په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو بنګلور لوبډلې ته ۱۴۸ منډې هدف وټاکه.

په چنای لوبډلې کې سورېش رېنا ښه لوبه وکړه او په ۴۶ بالونو يې ۵۲ منډې جوړې کړې. نوموړی د دغې لوبې غوره لوبغاړی هم وبلل شو.

دارنګه د دغه ټيم کپتان، اېم اېس ډوني هم ښې منډې جوړې کړې. نوموړي په ۱۸ بالونو ۲۹ رنزونه وکړل.

يادو دواړو لوبغاړو د چنای له بريا سره ډېره مرسته وکړه.

د بنګلور لوبډلې ټول لوبغاړي بيا په نولسم اور کې وسوځېدل. دغې لوبډلې ۱۲۴ منډې وکړې او په ۲۴ منډو يې لوبه چنای لوبډلې ته وبايلله.

د راجستان لوبډلې وېرات کوهلي په ۴۴ بالونو ۴۸ منډې وکړې. په دغې لوبډلې کې نور لوبغاړي ښه ونه ځلېدل.

د راجستان شپږ لوبغاړي پر داسې مهال وسوځېدل چې يوه يې هم له لسو ډېرې مڼدې نه وې کړې.

د هندوستان په اې پې اېل لوبو کې بله لوبه د کولکته نايټ رايډرز او سنرايزر حيدر اباد لوبډلو ترمنځ ده.

کولکته لوبډله اوس په څلورم ځای کې ده. دغه لوبډله تېر کال د ای پې اېل لوبو اتله وه.

د اې پي اېل لوبې به د می تر ۲۴ په هندوستان کې روانې وي چې اته لوبډلې پکې برخه لري.