عامر خان: له مې وېدر سره مسابقې ته تيار يم

د انځور حقوق Reuters
Image caption دی وايي د الجيرا پر وړاندې لوبه مهمه ده، که يې وبايلم د نورو مشهورو لوبغاړو سره به مسابقه ونشم کړای

د بريتانيا مشهور سوک وهونکی عامر خان وايي په سپټمبر مياشت کې له مې ويدر سره مسابقې ته تيار يم.

۲۸ کلن عامر خان وړاندې ويلي وو، د روژې له کبله به ونشي کړای په سپټمبر مياشت کې د امريکا له مشهور سوک وهونکي مې وېدر سره لوبه وکړي.

وروسته يې بيا خپل دريځ بدل کړ، عامر خان وويل " مې وېدر زياتره وخت د سپټمبر مياشتې په منځ کې لوبه کوي او سږ کال روژه وړاندې ده"

دی وايي "زه به د خپل تمرين لپاره پوره وخت ولرم. کېدای شي دا مسابقه ترسره شي" ده زياته کړه د مې وېدر سمبالګر هم غواړي دا "مسابقه ترسره شي"

د سوک وهنې په تر ټولو مشهوره لوبه کې مې وېدر خپل سيال پکيو ته ماته ورکړه او دواړو لوبغاړو په شريکه ۲۳۰ ميليون ډالر تر لاسه کړل.

د عامر خان راتلونکې لوبه د الجېرا سره ده او وايي غواړي خپل ټول توان او طاقت دې لوبې ته ورکړي.

دی وايي د الجيرا پر وړاندې لوبه مهمه ده، که يې وبايلم د نورو مشهورو لوبغاړو سره به مسابقه ونشم کړای.

عامر خان زياته کړه " تر هغو به له مې وېدر سره لوبه ونه کړم چې دا مسابقه ونه ګټم، ما پخوا هم دا ډول تېروتنه کړې"

د روانې مياشتې پر ۲۹ نېټه عامر خان له کرېس الجيرا سره لوبه لري، که چېرې دا لوبه وګټي کېدای شي په سپټمبر مياشت کې له مې وېدر سره مسابقه وکړي.

ورته مطالب