انتوني جاشوا خپل برازيلي سيال زومبانو ته ماته ورکړه

د انځور حقوق Getty images

د سوک وهنې دا لوبه د برازيل د زومبانو او د بريتانيا د انتوني جاشوا تر منځ د بريتانيا په برمېنګهم ښار کې ترسره شوه.

انتوني جاشوا په دوهم رونډ کې په يوه دقيقه او ۲۱ ثانيو کې خپل برازيلي سيال زومبانو له پښو ورغوځاوه او لوبه يې وګټله.

د اولمپيک ګټونکي ۲۵ کلن جاشوا ربېل د برازيل ۳۴ کلن زومبانو ته له ماتې ورکولو وروسته وويل "زه اوس له هرې مسابقې وروسته په خپل ځان نور هم باوري کېږم "

ده وويل غواړي د امريکا د دروند وزن سوک وهونکي کېون جانسن سره لوبه وکړي.

۳۵ کلن جانسن وايي د جاشوا سره لوبه راته اسانه ښکاري. دوی دواړه به د شنبې پرورځ د مۍ پر ۳۰ په لندن کې مسابقه کوي.

د بريتانيا سوک وهونکی انتوني جاشوا تر اوسه خپلې ټولې ۱۲ مسابقې ګټلې دي.

ورته مطالب