آی پي ايل کرېکټ کې چنای راجستان ته ماتې ورکړه

د هندوستان د غوره ليګ سيالو په ۴۷مه لوبه کې چنای سوپر کېنګز لوبډله راجستان رويلز لوبډلې ته په ماتې ورکولو بيا له ټولو لوبډلو مخکې شوه.

کولکته نايټ رايډرز لوبډلې له دې وړاندې له چنای لوبډلې لومړی ځای خپل کړی و، خو اوس دويم ځای لري.

حفيظ الله معروف چې دغه لوبې څاري وايي، چنای لوبډلې تر دې مهاله ۱۲ لوبې کړي او اته يې ګټلې دي.

په دغه سيالۍ کې لومړی توپوهنه چنای وکړه او په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې هدف وټاکه.

په چنای لوبډله کې تر ټولو ډېرې منډې برېنډر مکالهم وکړې. هغه په ۶۱ بالونو ۸۱ مڼډې جوړې کړې. نوموړي څلور شپږېزې او اووه څلورېزې ووهلې.

که څه هم راجستان لوبډلې د سيالۍ په پيل کې ښه لوبه وکړه، خو وروسته يې پر له پسې لوبغاړي وسوځېدل او ټاکل شوی هدف يې پوره نه شوای کړی.

راجستان د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۵ منډې وکړې او په ۱۲ منډو يې لوبه بايلوده.

په دې لوبډله کې شېن واټسن په ۳۰ بالونو ۲۸ منډې وکړې او دا په دې ټيم کې تر ټولو ډېر رنزونه/ منډې وې.

راجستان لوبډله اوس په درېم مقام کې ځای لري. دغه لوبډله د روان آی پي اېل په يو شمېر لوبو کې د لوبډلو په سر سر کې وه.

د هندوستان دغوره ليګ لوبو راتلونکې هغه به د کېنګز اېلېون پنجاب او سنرايزر حيدراباد لوبډلو ترمنځ په حيدر اباد لوبغالي کې کېږي.

دغه ټورنمېنت به د روانې ميلادي مياشتي تر ۲۴مې روان وي چې ټولې ۶۰ سيالۍ په کې ترسره کېږي.