د افغانستان سکاټلنډ سفر کې درې بالران نه شته

Image caption د سیالیو دفاعي اتل ایرلنډ دی چې تېر ځل یې په پایلوبه کې افغانستان ته ماته ورکړې وه.

د کرېکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) د انټرکانټیننټل کپ (څلور ورځنیو) لوبو په لړ کې د افغانستان کرېکټ بورډ د سکاټلنډ پر وړاندې د ملي لوبډلې د سیالۍ لپاره لوبډله اعلان کړه.

په لوبډله کې د افغان لوبډلې درې پیاوړي تېز بالران حمید حسن، شاهپور ځدران او دولت ځدران ځای نه لري.

باور دی د دغو تجربه لرونکو بالرانو په ځای، ځوانو او بااستعداده توپ اچونکو لکه یامین احمدزي او عزت الله دولت زي ته چانس ورکړل شوی دی.

افغان لوبډله به دغه څلور ورځنۍ لوبه د سکاټلنډ په کوربتوب د سټرلنګ په لوبغالي کې د ۲۰۱۵ کال د جون له دوهمې تر پنځمې ترسره کړي.

ټاکل شوې افغان لوبډله د دغې لوبې د چمتووالي او تمرین لپاره سبا (مې ۱۴مه) انګلستان ته سفر وکړي.

په دې اړه د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي وویل:

"زموږ موخه د ټیسټ دریځ یا د آی سي سي بشپړ غړیتوب ترلاسه کول دي او ددغه دریځ ترلاسه کولو لپاره پرله پسې تمریناتو او د سیالو لوبډلو پر وړاندې د پام وړ بریاو ته اړتیا ده."

"زه په خپلو ملي لوبغاړو باور لرم چې د ټیسټ تر دریځ پورې مزل به په خورا جرات سره بشپړ کړي او افغان ولس ته به نوي ویاړونه راوړي."

د انټرکانټیننټل کپ سیالۍ د روانې مې میاشتې په ۱۰مه پیل شوې او په لومړۍ سیالۍ کې کوربه نمیبیا د هانګ لوبډلې ته د ۱۱۴ منډو په ستر توپیر ماته ورکړه او ۲۰ نمرې یې لاسته راوړې.

په دغو سیالیو کې ټولټال اته اسوشیټ هېوادونه ګډون لري چې د افغانستان تر څنګ په کې د ایرلنډ، متحده عربي اماراتو، سکاټلنډ، هالنډ، نوې ګینا، هانګ کانګ او نمیبیا لوبډلې شاملې دي.

د سیالیو ګټونکې لوبډله به په ۲۰۱۸م کال کې د هغه مهال د تر ټولو کمزوري بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد سره د ټیسټ لوبې چانس ولري.

د سیالیو دفاعي اتل ایرلنډ دی چې تېر ځل یې په پایلوبه کې افغانستان ته ماته ورکړې وه.

د سکاټلنډ پر وړاندې د څلور ورځنۍ لوبې لپاره غوره شوي افغان لوبغاړي:

  1. اصغر ستانکزی
  2. جاوید احمدي
  3. نوروز منګل
  4. شهزاد محمدي
  5. محمد نبي
  6. رحمت شاه
  7. ناصر جمال
  8. حشمت الله شهیدي
  9. شبیر نوري
  10. سمیع الله شینواری
  11. یامین احمدزی
  12. عزت الله دولت زی
  13. سید شیرزاد
  14. میرویس اشرف

ورته مطالب