شل اورېزو جام ته د افغان لوبډلې لانجمنه لار؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په ۲۰۱۰ کال کې افغان لوبډلې پایلوبه کې ایرلنډ ته ماته ورکړه خو په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو کې بیا ایرلنډ لوبډله اتله شوه.

د کرېکټ نړیوالې شورا (آي سي سي) له لوري د شل اوریز جام غوراوي سیالیو لپاره افغان کرېکټ ملي لوبډلې په نسبتا ګران ګروپ کې ځای موندلی دی.

شل اوریز جام غوراوي سیالیو کې ګډون کونکي ټیمونه په دوو ګروپونو وېشل شوي او افغان لوبډله په ب ګروپ کې ده چې تر څنګ یې د متحده عربي اماراتو، سکاټلنډ، هالنډ، کینیا، کاناډا او عمان لوبډلې دي.

په الف ګروپ کې د دغو سیالیو دفاعي اتلې لوبډلې ایرلنډ تر څنګ د نیپال، هانګ کانګ، نوې ګینا، نمیبیا، امریکا او جرسي لوبډلې ځای لري.

ایرلنډ او سکاټلنډ په ګډه د غوراوي لوبو کوربتوب کوي، په دې معنا چې د افغانستان په ګډون اسیايي لوبډلو ته به دغې لوبې ښايي د پخوا په پرتله ډېرې ننګونکې وي.

دغه لوبې د روان کال د جولای میاشتې له نهمې تر ۲۶مې ترسره کېږي چې ټولټال ۵۱ سیالۍ لري.

په دوو ګروپونو کې له ټولټال ۱۴ ټیمونو نه شپږ یې هند کې د ۲۰۱۶ کال شل اوریز جام سیالیو ته د لار موندنې چانس لري.

د آي سي سي له خوا د لوبو د اعلان شوي بڼې او سیستم له مخې، د لوبو د لومړي پړاو په پای کې د دواړو ګروپونو د سر لوبډلې به په اتوماتیک ډول شل اوریز جام سیالیو ته لار ومومي.

پاتې څلور لوبډلې به له یو لړ نورو لوبو وروسته ټاکل کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزی وایی افغان لوبډله به د ددغو سیالیو لپاره بشپړ تمرینات ترسره کړي او په پوره چمتوالي سره به د لوبو ډګر ته ووځي.

افغانستان تر اوسه درې ځلې د شل اوریز جام غوراوي سیالیو کې ګډون کړی او درې واړه ځله (۲۰۱۰، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴) یې اصلي سیالیو ته لار موندلې ده.

په ۲۰۱۰ کال کې افغان لوبډلې پایلوبه کې ایرلنډ ته ماته ورکړه خو په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو کې بیا ایرلنډ لوبډله اتله شوه.

په دغو سیالیو کې د افغان ټیم د لوبو مهالوېش:

تمریني لوبې:

  • جولای شپږمه: جرسي
  • جولای اوومه: هانګ کانګ

اصلي لوبې:

  • جولای نهمه: هالنډ
  • جولای لسمه: متحده عربي امارات
  • جولای ۱۲مه: سکاټلنډ
  • جولای ۱۳مه: کینیا
  • جولای ۱۵مه: عمان
  • جولای ۱۸مه: کاناډا
  • جولای ۲۶مه: پایلوبه

ورته مطالب