د هند غوره لیګ (آی پي اېل) ۵۱ لوبه ممبۍ وګټله

Image caption په ممبۍ لوبډله کې تر ټولو ډېرې منډې هندي لوبغاړي هارډېک پنډېا وکړې.

د هندوستان د کرېکټ غوره لیګ (آی پي اېل) سياليو کې ۵۱ لوبه د کولکته نايټ رايډرز او ممبۍ اينډینز لوبډلو ترمنځ وه.

دغه لوبه له یوې سختې سیالۍ وروسته ممبۍ لوبډلې په پنځو منډو وګټله.

لومړی توپوهنه ممبۍ وکړه او په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۱ منډې هدف وټاکه.

په ممبۍ لوبډله کې تر ټولو ډېرې منډې هندي لوبغاړي هارډېک پنډېا وکړې.

نوموړي په ۳۱ بالونو ۶۱ رنزونه وکړل چې اته څلورېزې او دوه شپږېزې په کې شاملې دي.

دارنګه په دې لوبډله کې بهرنی لوبغاړی کېرون پولارډ هم د وېکټو د اخېستو او هم د مڼډو له پلوه ښه وځلېد.

کولکتې لوبډلې، چې تېر کال د آی پې اېل په لوبو کې اتله وه، دغه هدف په ټاکل شويو اورونو کې پوره نه شوای کړای.

کولکتې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې او لوبه يې وبایلله.

په دې ټيم کې يوسف پټان ډېرې منډې وکړې. هغه په ۲۷ بالونو ۵۲ منډې جوړې کړې.

کولکتې تر اوسه ۱۳ سيالۍ کړې او اووه ترې ګټلې دي چې تر دې مهال د ټولو لوبډلو ترمنځ دويم ځای لري.

د آی پې اېل د لوبو راتلونکې سيالي د سنرايزر حيدر اباد او رويل چلنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ په حيدر اباد کې کېږي.

د هندوستان په غوره ليګ سياليو کې نهه نورې سيالۍ پاتې دي چې د مې مياشتې تر ۲۴ به روانې وي.

دغه لوبې هر کال يوځل کېږي چې د نړۍ ځينې وتلې لوبغاړي پکې لوبه کوي.