په آی پي اېل کې څلور لوبډلې منځلوبې ته ووتې

د انځور حقوق pti
Image caption د هندوستان په اې پې اېل سيالو کې له اتو لوبډلو څلوريې منځلوبې ته ووتلې

د هندوستان غوره ليګ کرېکټ (اې پې اېل) سياليو په ۵۶ لوبه کې ممبی اينډينز لوبډلې سنرايزر حيدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړه او منځلوبې ته ووته.

لومړی توپوهنه حيدر اباد وکړه او ۱۱۳ منډې يې جوړې کړې.

دغه لوبډله په دې سيالۍ کې ښه ونه ځلېده او لوبغاړي يې پرلپسې ژر ژر وسوځېدل. په اي پې اېل سيالو کې دغه ډول هدف سيال ټيم ته لوړ نه بلل کيږي.

ممبي لوبډلې په اسانۍ وکړای شوای چې دغه هدف د يوه لوبغاړي په سوځېدو پوره کړي او حيدر اباد ته يې په نهو وېکټو لويه ماتې ورکړه.

په ممبۍ لوبډله کې هندي لوبغاړي پرتېف پټېل ښې منډې جوړ کړې. نوموړي په ۳۷ بالونو ۵۱ رنزونه وکړل چې نهه څلوريزې په کې شاملې وې.

د هندوستان په اې پې اېل سيالو کې له اتو لوبډلو څلوريې منځلوبې ته ووتلې.

چنای سوپر کېنګز، ممبۍ ايڼدينز، رويلر چلنجر بنګلور او راجستان رويلز په دې لوبډلو کې شاملې دي.

د سې شنبې (د می پر۱۹) چنای سوپر کېنګز له ممبۍ ايڼدينز لوبډلې سره مخامخ کېږي او په پای کې يوه لوبډله نيمه پايلوبې ته وځي.

دا رنګه پر چهارشنبه ( د می پر ۲۰) به رويلز چلنجر بنګلور او راجستان رويلز لوبډلې سيالي کوي. له دې به هم يوه لوبډله نيمه پايلوبې ته لار مومي.

تر اوسه چنای لوبډله د ټولو لوبډلو په سر کې ده. چنای له ۱۴ سياليو نهه سيالۍ ګټلې دي. په دويم ځای کې ممبۍ لوبډله ده چې له ۱۴ لوبو يې اته خپلې کړې دي. راجستان او بنګلور بيا هرې ېوې له ۱۴ لوبو اووه-اووه سيالۍ ګټلې دي.

ټاکل شوې د هندوستان د غوره ليګ کريکټ سياليو وروستۍ لوبه د مۍ پر ۲۴ و شي. تير کال د دغو لوبو اتله لوبډله کلکته نايټ رايډرز وه خو سږ کال يې منځلوبې ته لار ونه مونده.

اي پې اېل د افغانستان په ګډون په بېلا بېلو هېوادونو کې خورا ډېر مينه وال لري او د نړۍ ځينې نوموتي لوبغاړي هم په کې لوبېږي.

ورته مطالب