مانچسټر يونايټېډ له ارسنال سره لوبه برابره کړه

د انځور حقوق AP
Image caption د لوبو په جدول کې چيلسي لومړی، مانچسټر سېټي دوهم، ارسنال درېيم او مانچسټر يونايټېډ څلورم ځای لري

د انګلستان فوټبال غوره ليګ سياليو کې مانچسټر يونايټېډ او ارسنال تر منځ لوبه د يو، يو پر وړاندې مساوي شوه.

د لوبې په لومړۍ نيمايي کې د مانچسټر يونايټېډ لپاره انډر هرېره ګول وکړ. تراوسه د دې کال په غوره ليګ سياليو کې هرېره شپږ ګولونه کړي دي.

د ارسنال لوبغاړو ونشوای کړای د لوبې په پيل کې ښه وځلېږي خو په پای کې يې ګول وکړ او لوبه يې مساوي کړه.

تيو ويل کاټ توپ وواهه خو د مانچسټر لوبغاړي ټايلر بلکېټ په پښه ولګېد او د ارسنال په ګټه ګول وشو.

که ارسنال د راروانې چهارشنبې پر ورځ خپله لوبه له سنډرلنډ وګټي د لوبو په جدول کې به درېيم ځای خپل کړي.

د انګلستان فوټبال غوره ليګ سيالۍ چيلسي ګټلې، دوی په لوبو کې لومړی ځای لري.

د لوبو په جدول کې مانچسټر سېټي دوهم، ارسنال درېيم او مانچسټر يونايټېډ څلورم ځای لري.

له ۱۹۹۲ کال راهيسې مانچسټر يونايټېډ ۱۳ ځله، چيلسي ۴، ارسنال ۳ او مانچسټر سيټي ۲ ځله د انګلستان فوټبال غوره ليګ اتلولي ګټلې ده.