د زمبابوې لوبډله بې له آی سي سي پاکستان ته رسېدلې

Image caption دا په ۲۰۰۹ کال کې د سریلنکا پر لوبډله د پاکستان په لاهور ښار کې له برید وروسته لومړی ځل دی چې یوه نړیواله او د بشپړ غړیتوب لرونکې کرېکټ لوبډله پاکستان ته سفر کوي.

پاکستان کې له شپږو کلونو ځنډ وروسته نړیوال کرېکټ ترسره کېږي چې په لړ کې یې د زمبابوې کرېکټ لوبډله په دوه اوونیز سفر د پاکستان لاهور ښار ته رسېدلې ده.

خو د کرېکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) د امنیتي اندېښنو له کبله د دغو لوبو لپاره د لوبڅارانو (امپایرانو) په ګډون پاکستان ته د خپلو چارواکو له لېږلو ډډه کړې ده.

په دې ترتیب، د دغو لوبو چارواکي او څارونکي به د پاکستان کرېکټ بورډ ټاکي.

دا په ۲۰۰۹ کال کې د سریلنکا پر لوبډله د پاکستان په لاهور ښار کې له برید وروسته لومړی ځل دی چې یوه نړیواله او د بشپړ غړیتوب لرونکې کرېکټ لوبډله پاکستان ته سفر کوي.

د ترهګرو د دغه برید له کبله د سریلنکا لوبډلې پاکستان سره خپلې ټاکل شوې لوبې بشپړې نه شوای کړای.

په برید کې اووه کسان وژل شوي وو او له پېښې وروسته نورو نړیوالو لوبډلو پاکستان ته له سفره ډډه کړې وه.

په تېرو شپږو کلونو کې پاکستان خپلې کورنۍ کرېکټ لوبې له هېواده بهر ترسره کولې چې تر ډېره به په متحده عربي اماراتو کې کېدې.

زمبابوې به له پاکستانۍ لوبډلې سره د لاهور په قذافي لوبغالي کې درې یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې لوبې کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستاني چارواکي وايي د کوربه لوبډلې خوندیتوب لپاره یې کلک امنیتي تدابیر په پام کې نیولي او شاوخوا شپږ زره پولیس یې ګومارلي.

پیل کې به شل اوریزې لوبې کېږي چې لومړۍ هغه یې د مې په ۲۲مه ده.

د زمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لپاره به د پاکستانۍ لوبډلې مشري شاهد اپریدۍ کوي.

د پاکستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر سبحان احمد وايي هیلمن دی چې د زمبابوې له سفر وروسته به نورې نړیوالې لوبډلې دغه هېواد کې لوبېدو ته زړه ښه کړي.

د زمبابوې لوبډله د دوشنبې په شپه (مې ۱۸مه) پاکستان ته ورسېده او د پاکستان د کرېکټ بورډ او د پنجاب صوبايي حکومت لوړپوړو چارواکو یې هرکلی وکړ.

پاکستاني چارواکي وايي د کوربه لوبډلې خوندیتوب لپاره یې کلک امنیتي تدابیر په پام کې نیولي او شاوخوا شپږ زره پولیس یې ګومارلي.

د لوبغالي شاوخوا ټول سوداګریز مرکزونه او هوټلونه تر دوو اونیو بند کړای شوي دي.

د پنجاب صوبايي حکومت په بېړنیو حالاتو کې په چټک ډول د زمبابوې لوبډلې د ایستلو چمتووالی هم نیولی او په دې موخه یې د چورلکې تمریني ناستې هم ترسره کړې دي.

ورته مطالب