د هندوستان په غوره ليګ کرېکټ کې ممبۍ پايلوبې ته ووته

د انځور حقوق pti

د هندوستان د کرېکت په غوره ليګ (آی پي اېل) سيالو کې ممبۍ اينډينز لوبډلې په يوه کمسارۍ لوبه کې چنای سوپرکېنګز ته ماتې ورکړه او پای لوبې ته ووته.

په دغه منځلوبه کې پچه ممبۍ لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه. دغه ټيم د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۸ منډې هدف وټاکه.

په دې لوبډله کې لېنډل سېمون تر ګردو ډېرې منډې جوړې کړې. هغه په ۵۱ بالونو ۶۵ رنزونه وکړل چې پنځه شپږېزې او درې څلورېزې پکې شاملې وي.

دارنګه کېرون پورلارډ هم په زړه پورې توپوهنه وکړه او په ۱۷ بالونو يې ۴۱ منډې وکړې. نوموړی د دغې لوبې غوره لوبغاړی هم وبلل شو. د لوبې په پيل کې د ممبۍ لوبډلې لوبغاړي تر ډېره په وېکټه ودرېدل او ځکه يې سيالې ډلې ته لوړ هدف وټاکه.

د چنای لوبډلې چې تر ټولو لوبډلو يې ډېرې لوبې ګټلې، تر ۱۹ اور يې ټول لوبغاړي وسوځېدل او په ۲۵ منډو يې لوبه ممبۍ ته وبيلله.

دغې لوبډلې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې وکړې. په دې سيال کې چنای لوبډله په بېټڼګ کې ښه ونه ځلېدل.

د دغې لوبډلې له کيپتان اېم اېس ډوني، چې د ډېرو مڼدو تمه ترې کېده، په صفر اوټ شو. د دې تر څنګ له لسم اور وروسته يې لوبغاړي پر لپسې وسوځېدل او د ممبۍ لوبډلې تر سخت فشار لاندې و.

د ممبۍ لوبډلې چې د روان اې پې اېل سيالو په پيل کې يې پر لپسې څو لوبې وبيللې، داسې اټکل نه کېده چې پيلوبې ته به ووځي. خو د ټورنمېنټ وروستۍ څو لوبې وګټلې او په پای کې پيلوبې ته ووته.

د غې لوبډلې ۱۴ سيالۍ کړي او اته يې ترې ګټلې دي.تر اوسه مالومه نه ده چې دغه لوبډله له چاسره په پايلوبه کې لوبيږي.

چنای سوپر کېنګز لوبډله اوس د يوې بلې سيالۍ چانس هم لري.

د هندوستان د غوره ليګ سيالو بله منځلوبه د راجستان رويل او رويلز چلنجر بنګلور لوبډلو ترمنځ کېږي. دغه سيالۍ به مۍ تر ۲۴ روانې وي.

ورته مطالب