په آی پي اېل کرېکټ کې راجستان لوبډله له لوبو ووته

د انځور حقوق PTI

د هندوستان د کرېکټ په غوره ليګ سياليو کې رويل چلنجر بنګلور لوبډلې راجستان رويلز ته لويه ماتې ورکړه او په دې سره راجستان له نورو لوبو ووته.

چلنجر دغه لوبه په ۷۱ منډو تو پير وګټله.

اوس به چلنجر لوبډله له چنای سوپر کېنګز سره په دويمه منځلوبه کې مخامخ کېږي. چنای لوبډلې له ممبۍ اينډينز لوبډلې نه ماتې خوړلې وه او پای لوبې ته يې لار ونه مونده.

په دې لوبه کې لومړی توپوهنه چلنجر لوبډلې وکړه او په ۲۰ اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۰ منډې هدف وټاکه.

اې بې ډېوېلر په دې لوبډله کې تر ټولو ډېر رنزونه وکړل. هغه په ۳۸ بالونو ۶۶ منډې وکړې چې څلور شپږيزې او څلور څلورېزې پکې شاملې وي. نوموړی د دې سيالۍ غوره لوبغاړی هم وبلل شو.

دارنګه ځوان هندي لوبغاړي منديپ سېنګ هم ښه لوبه وکړه او په ۳۴ بالونو يې ۵۴ رنزونه جوړ کړل او د لوبې تر پايه ونه سوځېد.

راجستان لوبډله، چې د روان ای پې اېل په لومړيو لوبو کې خورا ښه ځلېدلې وه، په دې سيالۍ کې يې خوند اوبو وړی و. د دې لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۹ اورو کې وسوځېدل او ۱۰۹ منډې يې وکړې.

د راجستان لوبغاړي د لوبې له پيله د سيالې ډلې تر فشار لاندې مالومېدل او لوبغاړي يې پر لپسې ژر ژر وسوځېدل. دې لوبډلې تر اوسه ۱۴ لوبې کړي او اووه يې ترې ګټلې دي.

راتلونکې دويمه منځلوبه د جمعې په ورځ (د می پر ۲۲) چلنجر او چنای کوي. دواړه ډلې پياوړې بلل کېږي. د دې سيالۍ ګټونکې لوبډله به پايلوبې ته وځي او ممبۍ اينډينز لوبډلې سره به د می پر ۲۴ وروستۍ لوبه کوي.

د هندوستان په غوره ليګ سياليو کې ټولې ۶۰ سيالۍ کېږي او اته لوبډلې پکې لوبېږي.

ورته مطالب