پاکستان کې له شپږ کلن ځنډ وروسته نړیوال کرېکټ

د انځور حقوق AFP
Image caption قذافي لوبغالي کې د ۲۷۰۰۰ نندارچيانو لپاره ځای شته او د پاکستان کرېکټ بورډ ويلي چې د لومړۍ شل اووريزې لوبې ټول ټکټونه پلورل شوي دي

د پاکستان او زمبابوې کرېکټ لوبډلو ترمنځ په لاهور ښار کې نن (جمعه، مې ۲۲) لومړنۍ شل اووريزه لوبه ترسره کېږي او په دې سره به هغه انتظار ختم شي چې پاکستان له تېرو شپږو کلونو راهيسې تېراوه.

زمبابوې د ټيسټ درجې لرونکې لومړۍ کرېکټ لوبډله شوه چې په ۲۰۰۹ کال کې د سريلانکا پر لوبډلې له وسلوال بريد وروسته پاکستان ته ځي.

دا د لاهور قذافي لوبغالي په تاريخ کې لومړی ځل دی چې نړیواله شل اووريزه لوبه په کې کېږي.

تر دې وړاندې په دغه لوبغالي کې ۴۰ ټېسټ/ پنځه ورځنۍ لوبې او ۵۸ يو ورځنۍ نړیوالې لوبې شوې دي.

د زمبابوې او پاکستان ترمنځ لومړۍ شل اووريزه لوبه د پاکستان پر خاوره دويمه نړیواله شل اووريزه لوبه ده.

په ۲۰۰۸ کال کې د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ په کراچۍ ښار کې لومړنۍ شل اووريزه نړیواله لوبه شوې وه.

دغه لوبه پاکستان د مصباح الحق د ۸۷ منډو په برکت په ۱۰۲ منډو وګټله.

شپږ کاله انتظار

د زمبابوې او پاکستان ترمنځ لوبو لړۍ لپاره سخت امنيتي تدابير نيول شوي او ښايي ډېر زيات نندارچيان د لوبې کتو ته ورشي، ځکه شاوخو شپږ کاله يې له نژدې د نړیوال کرېکټ کتو ته انتظار کړی دی.

په قذافي لوبغالي کې د ۲۷۰۰۰ نندارچيانو لپاره ځای شته او د پاکستان کرېکټ بورډ ويلي چې د لومړۍ شل اووريزې لوبې ټول ټکټونه پلورل شوي دي.

د پاکستان په ۱۶ کسيزه لوبډله کې يوازې شپږ لوبغاړي داسې دي چې تر دې وړاندې يې په خپل کور کې د کرېکټ نړیوالې لوبې کړې دي.

په دغو لوبغاړو کې لوبډلمشر شاهد افريدی، سرفراز احمد، محمد حفيظ، شعيب ملک، وهاب رياض او محمد سميع دي.

عمر اکمل چې ۱۱۱ نړیوالې یو ورځنۍ او ۵۹ شل اووريزې لوبې کړي، تر اوسه يې په خپل هېواد کې نړیواله لوبه نه ده کړې.

پاکستان که په دواړو شل اووريزو لوبو کې زمبابوې ته ماتې ورکړي نو د کرېکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې به په خپل پنځم مقام کې پاتې شي، خو که زمبابوې يوه لوبه هم وګټي پاکستان دوه درجې ښکته کيږي.

ورته مطالب