چنای لوبډله د آی پي اېل پايلوبې ته ووته

د انځور حقوق PTI
Image caption آی پي اېل کرېکټ هر کال يو ځل ترسره کېږي چې ۶۰ لوبې پکې د اتو لوبډلو له خوا ترسره کېږي او خورا ډېر مينه وال لري.

د هندوستان د کرېکټ په غوره ليګ سياليو کې چنای سوپرګېنګز لوبډله رويل چلنجر بنګلور لوبډلې ته په ماتې ورکولو پای لوبې ته ووته.

چنای لوبډلې د دغو لوبو په لومړۍ منځلوبه کې له ممبۍ اينډينز لوبډلې ماتې خوړلې وه خو دويم چانس ځکه ورکړل شو چې په دغه ټورنمېنټ کې يې تر ټولو ډېرې لوبې ګټلې وې.

په دويمه منځلوبه کې دواړو لوبډلو سخته مقابله سره وکړه خو بالاخره چنای لوبډلې بنګلور ته په داسې حالت کې ماتې ورکړه چې يواځې يو توپ پاتې و.

په دغه سيالۍ کې لومړی توپوهنه بنګلور وکړه او د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۰ منډې هدف وټاکه. د چنای بالرانو وکړای شوای چې د سيالې لوبډلې توپوهونکي ډېرو منډو ته پرېنږدي.

د لوبې په پيل کې د بنګلور لوبغاړي پرلپسې په چټکۍ وسوځېدل او تر يوې اندازې تر فشار هم لاندې وه.

په چنلجر لوبډله کې تر ټولو ډېرې منډې کرېس ګېل وکړې. هغه په ۴۳ بالونو ۴۱ منډې جوړې کړې چې شپږېزې هم پکې وې.

چنای لوبډلې، چې کيپټاني يې اېم اېس ډوني کوي، د اوو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او پای لوبې ته ووته.

په چنای کې مېچل هسي تر ټولو ډېر رنزونه وکړل. نوموړي په ۴۶ بالانو ۵۶ منډې جوړې کړې. که څه هم دې لوبډلې د لوبې په پای کې پرلپسې وېکټې له لاسه ورکړې خو پر وېکټه د اېم اېس ډوني تر ډېره پاتې کېدا د دوی له بريا سره مرسته وکړه.

د دې لوبې غوره لوبغاړی هشېش نېرا غوره شو.

د هندوستان دغوره ليګ سيالو په پای لوبه کې چنای لوبډله ممبۍ اينډينز سره پر يکشنبه (د می پر ۲۴) په کولکته لوبغالي کې مخامخ کېږي. د دې سيالۍ ګټونکې لوبډله به د دې ټورنمېنټ جام پورته کوي. تېر کال دغه جام کولکته نايټ رايډرز لوبډلې خپل کړی و. دا ځل به مالومه شي چې بخت له چاسره ياري کوي.

آی پي اېل کرېکټ هر کال يو ځل ترسره کېږي چې ۶۰ لوبې پکې د اتو لوبډلو له خوا ترسره کېږي او خورا ډېر مينه وال لري.

ورته مطالب