ارسنال د اېف ايې کپ اتلولي وګټله

د انځور حقوق Getty
Image caption د انګلستان فوټبال ټولنې کپ هر کال انګلستان کې ترسره کېږي او په ټوله نړۍ کې خورا ګڼ شمېر مينه وال لري

د انګلستان فوټبال د مشهور جام اېف اې کپ پايلوبه د ارسنال او اسټون وېلا تر منځ د وېمبلي په لوبغالي کې ترسره شوه.

ارسنال د څلور، صفر پر وړاندې اسټن وېلا ته ماته ورکړه او د اېف اې کپ سياليو اتلولي يې وګټله.

د ارسنال لپاره تيو ولکاټ په ۴۰ دقيقو، الکسي سانچز په ۵۰ دقيقو، د لوبډلې ساتونکي مرټه ساکر په ۶۲ دقيقو او اوليويه ژېرو په ۹۰ دقيقو ګول وکړ.

يادې شوې لوبډلې په خورا اسانۍ وکړای شوای دا لوبه وګټي. دوی وړاندې هم ۱۲ ځله دغه لوبې ګټلې دي او يوازينۍ لوبډله ده چې له ۲۰۰۴ کال راهيسې د دويم ځل لپاره دا اتلولي ګټي.

د انګلستان فوټبال ټولنې کپ هر کال انګلستان کې ترسره کېږي او په ټوله نړۍ کې خورا ګڼ شمېر مينه وال لري.

دا په نړۍ کې د فوټبال تر ټولو زړه سيالي ده چې شاوخوا ۱۴۴ کاله سابقه لري.

ويل کېږي د دې لوبې د ليدلو لپاره نژدې ۹۰۰۰۰ کسان ورغلي وو او په سلګونو ميليونو کسانو په خپلو کورونو کې په تلويزيونو کتله.

.