کرېکټ: انټرکانټنېنټل کپ سیالۍ او د ټېسټ غړیتوب فرصت

د انځور حقوق AFP
Image caption افغانستان په ۲۰۰۹-۱۰ کال کې د انټرکانټنېنټل کپ سیالیو ګټونکی و.

د اسوسي ایټ یا د ای سي سي نیمه غړيو هېوادونو تر منځ د کرېکټ انټرکانټنېنټل کپ سیالۍ د سې شنبې په ورځ (جون ۲مه) پیلېدونکي دي.

د دغو سیالیو ګټونکې لوبډله به نړیوالو ټېسټ لوبو ته د لار موندنې چانس پیدا کړي.

دا څلور ورځنۍ سیالۍ دي، اته لوبډلې په کې برخه لري او له ۲۰۱۵ به تر ۲۰۱۷ پورې دوام ولري.

هر هغه لوبډله چې د دغو سیالیو په ګټلو وتوانېږي د کرېکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو فرصت به ولري.

ای سي سي انټرکانټنېنټل کپ سیالۍ ټېسټ یا پنځه ورځنیو لوبو ته د لار موندنې مهم پړاو بللی.

دا درېیم وار دی چې افغانستان په دغو سیالیو کې برخه اخلي.

افغانستان په ۲۰۰۹-۱۰ کال کې د انټرکانټنېنټل کپ سیالیو ګټونکی و.

په ۲۰۱۱-۱۳ سیالیو کې افغانستان دویم ځای خپل کړ او ایرلنډ یې ګټونکی و.

افغانستان به خپله لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه له سکاټلنډ سره ترسره کړي.

افغانستان او سکاټلنډ تر دې وړاندې درې ځل په دغو سیالیو کې سره مخ شوي او درې سره لوبې افغانستان ګټلي.

افغانستان تر اوسه د انټرکانټنېنټل کپ په سیالیو کې ۱۵ لوبې کړي، ۱۱ یې ګټلي، یوازې یوه لوبه یې بایللې او درې نورې برابرې پای ته رسېدلي.

بل اړخ ته سکاټلنډ چې شپږ ځل یې په دغو سیالیو کې ګډون کړی، ټولټال ۲۷ لوبې کړي، ۱۱ یې ګټلي، ۶ یې بایللي او ۱۰ نورې یې برابرې پای ته رسېدلي.

ورته مطالب