کرېکټ: د افغانستان او سکاټلنډ د لومړۍ ورځې لوبه لغوه شوه

د انځور حقوق AFP Getty
Image caption دا د انټرکانټنېنټل کپ په سیالیو کې د افغانستان لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه ده.

د کرېکټ انټرکانټنېنټل کپ سیالیو په لړ کې د افغانستان او سکاټلنډ تر منځ کېدونکې نننۍ لوبه د باران له امله لغوه شوې.

د افغانستان د لوبډلې اداري مسوول شېر اغا همکار له سکاټلنډه بي بي سي پښتو سره په خبرو کې وویل چې د باران له امله د افغانستان او سکاټلنډ تر منځ د څلور ورځنۍ سیالۍ د لومړۍ ورځې لوبه لغوه شوه.

دا د انټرکانټنېنټل کپ په سیالیو کې د افغانستان لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه ده.

پر افغانستان او سکاټلنډ سربېره ایرلنډ او متحده عربي امارات هم نن (جون ۲) خپله لومړۍ لوبه پیلوي.

ای سي سي یا د کرېکټ نړیوالې شورا انټرکانټنېنټل کپ سیالۍ ټېسټ یا پنځه ورځنیو لوبو ته د لار موندنې مهم پړاو بللی.

دا درېیم وار دی چې افغانستان په دغو سیالیو کې برخه اخلي.

افغانستان په ۲۰۰۹-۱۰ کال کې د انټرکانټنېنټل کپ سیالیو ګټونکی و.

په ۲۰۱۱-۱۳ سیالیو کې افغانستان دویم ځای خپل کړ او ایرلنډ یې ګټونکی و.

افغانستان به خپله لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه له سکاټلنډ سره ترسره کړي.

افغانستان او سکاټلنډ تر دې وړاندې درې ځل په دغو سیالیو کې سره مخ شوي او درې سره لوبې افغانستان ګټلي.

افغانستان تر اوسه د انټرکانټنېنټل کپ په سیالیو کې ۱۵ لوبې کړي، ۱۱ یې ګټلي، یوازې یوه لوبه یې بایللې او درې نورې برابرې پای ته رسېدلي.

بل اړخ ته سکاټلنډ چې شپږ ځل یې په دغو سیالیو کې ګډون کړی، ټولټال ۲۷ لوبې کړي، ۱۱ یې ګټلي، ۶ یې بایللي او ۱۰ نورې یې برابرې پای ته رسېدلي.

ورته مطالب