اېف بي آی له بلاټر نه د فساد په تړاو تحقیقات کوي

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي بلاټر په یوه لنډه خبري غونډه کې وویل: "د فیفا ټول غړي یوځل د فوټبال د نړیوال فدراسیون د مشر په توګه زما پر ټاکلو یوه خوله نه دي".

امریکايي رسنیو ویلي، د فوټبال د نړیوال فدراسیون "فیفا" له مشر سپ بلاټر نه د فساد او بډو د قضیو په تړاو په امریکا کې پوښتنې ګروېږنې کېږي.

دا خبر وروسته د فیفا له مشرۍ نه د ښاغلي بلاټر له استعفا کولو څو ساعته وروسته خپور شو.

وړاندې امریکایي څارنوالانو په سویس کې د فیفا د اوو لوړپوړو چارواکو د نیولو امر کړی و، خو په فساد کې د فیفا ۱۴ چارواکي ښکېل ګڼل شوي.

ښاغلی بلاټر د تېرې جمعې په ورځ د پرله پسې پنځم ځل لپاره د فیفا مشر وټاکل شو.

د سپ بلاټر استعفا

د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر سپ بلاټر له خپلې دندې د استعفا کولو اعلان کړی.

نوموړي داسې مهال د استعفا کولو اعلان کړی، چې له یوې اونۍ راهیسې په فساد کې د فیفا د ځینو ښکېلو چارواکو د دوسیو څېړل دوام لري.

۷۹ کلن بلاټر څو ورځې وړاندې د پنځم پرله پسې ځل لپاره د فیفا مشر وټاکل شو.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د امریکا لویه څارنواله لوریتا لینچ د فوټبال نړیوال فدراسیون کې د فساد د ژورو ریښو خبره کوي

هغه د فیفا له کانګرسه د بېړۍ غونډې جوړولو غوښتنه کړې، چې "ژر تر ژره" نوی مشر وټاکي.

ښاغلي بلاټر په یوه لنډه خبري غونډه کې وویل: "د فیفا ټول غړي یوځل د فوټبال د نړیوال فدراسیون د مشر په توګه زما پر ټاکلو یوه خوله نه دي".

سپ بلاټر له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د فیفا مشر پاتې شوی، خو د نوي مشر د ټاکلو په اړه یې ویلي: "کانګرس به د مې پر ۱۳مه، په مکسیکو کې غونډه وکړي چې خپل نوی مشر وټاکي. زه له اجرايي کمېټې غواړم زما د ځای ناستي ټاکلو لپاره بېړنۍ غونډه وکړي".

اټکل کېږي چې د فیفا بېړۍ کمېټه د ۲۰۱۵ کال د دسمبر او د ۲۰۱۶ کال د مارچ میاشتو ترمنځ موده کې جوړه شي.

ښاغلی بلاټر خبریالانو ته دا هم ویلي: "ما په دقت سره د مشرۍ او همدارنګه د خپل ۴۰ کاله عمر په اړه سوچ وکړ، ډېر کلونه له فیفا سره نژدې پاتې شوم".

په فیفا کې مالي رسوايي د تېرې چارشنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د سویس پولیسو د فیفا اوه لوړپوړي غړي د زوریخ په یوه لوکس هوټل کې ونیول.

دغه اوه واړه کسان د فیفا د مشر ټاکلو په ټاکنو کې د کانګرس غونډه کې دګډون لپاره هلته تللي وو.

دا نیونه د امریکا د فدرالي پولیسو په غوښتنه شوې ده، چې د فیفا ۱۴ چارواکي د بډو اخیستو، درغلیو او د پیسو په لېږد تورن شوي.

د امریکا فدرالي پولیس وايي، د فیفا له ۱۵۰ میلیون ډېر ډالر په بډو وهل شوي.

د انځور حقوق Getty
Image caption په فیفا کې مالي رسوايي د تېرې چارشنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د سویس پولیسو د فیفا اوه لوړپوړي غړي د زوریخ په یوه لوکس هوټل کې ونیول.

ورته مطالب