د افغانستان او سکاټلنډ د درېیمې ورځې لوبه هم باران ځنډولې

Image caption دا د انټرکانټنېنټل کپ په سیالیو کې د افغانستان او سکاټلنډ لومړۍ لوبه ده.

د سکاټلنډ په سټرلېنګ کې د افغانستان او سکاټلنډ کرېکټ لوبډلو تر منځ د څلور ورځنۍ سیالۍ د درېیمې ورځې لوبه هم د خرابې هوا او لوند لوبغالي له امله په ځنډ پیلېږي.

تر دې وړاندې د دویمې ورځې تر پایه د سکاټلنډ لوبډلې ۲۲۸ منډې کړي او اته لوبغاړي یې له لاسه ورکړي.

افغانستان پچه وګټله او لومړی یې سکاټلند ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

سکاټلنډ خپل لومړی لوبغاړی یوازې په ۷ منډو له لاسه ورکړ.

د سکاټلنډ په توپ وهونکو کې مومسېن تر نورو ښه وځلېد او ۷۷ منډې یې وکړې.

ګارډنر هم نیمه سلیزه پوره کړه او ۵۴ منډې یې جوړې کړې.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې سمیع الله شینواري درې او محمد نبي دوه لوبغاړي وسوځول.

Image caption د سکاټلنډ په توپ وهونکو کې مومسېن تر نورو ښه وځلېد او ۷۷ منډې یې وکړې.

د سکاټلنډ په سټرلېنګ لوبغالي کې د افغانستان او سکاټلنډ کرېکټ لوبډلو تر منځ د څلور ورځنۍ سیالۍ د دویمې ورځې لوبه د باران له امله په ځنډ پیلېږي.

د لومړۍ ورځې لوبه هم د باران له امله لغوه شوې وه.

دا د انټرکانټنېنټل کپ په سیالیو کې د افغانستان او سکاټلنډ لومړۍ لوبه ده.

دا لوبه به څلور ورځې دوام وکړي خو دا چې پیل یې د باران له امله وځنډېد اوس ګرانه ښکاري چې لوبه دې پایله ولري.

بل لوري ته د ایرلنډ او متحده عربي اماراتو تر منځ هم څلور ورځنۍ لوبه روانه ده او ایرلنډ په خپل لومړي وار کې تر اوسه ۴۷۰ منډې کړي او ۷ لوبغاړي یې سوځېدلي.

ورته مطالب