د مدرید هوايي ډګر کې د رونالدو له مور سره پیسې نیول شوې

رونالدو د انځور حقوق Reuters
Image caption رونالدو هره اونۍ په ریل مدرید لوبډله کې ۳۵۰ زره یورو ترلاسه کوي

د اسپانیا مدرید هوايي ډګر د لوبغاړي کریستیانو رونالدو مور له دې کبله ځنډولې ده، چې په لاسي بکس کې یې ۵۵ زره یورو لېږدول.

اسپانوۍ ''موندو'' ورځپاڼه وايي، دا پېښه تېره میاشت شوې، خو اوس یې رسنیو ته سر کړی دی.

رپوټونه وايي، د رونالدو ۶۱ کلنه مور دولوریس اویرو پرتګال ته د ستنېدو پرمهال د انتظار پر مهال درول شوې ده.

ورځپاڼه وايي، اویرو داسې ښودلې چې ګني پر دغو پیسو نه وه خبره.

د رپوټونو پربنسټ، چارواکو دغه پیسې د دې قضیې د سپیناوي تر وخته له هغې اخیستې دي.

د اسپانیا د قانون له مخې، هغه مسافر چې له ۱۰ زرو ډېر یورو د سفر پرمهال ورسره لېږدوي، باید چارواکي پرې خبر کړي.

د قانون پربنسټ، که چېرې څوک له دې قانون مخالفت کوي، په جنايي جرم تورنېږي.

رپوټونه وايي، اویرو د فوټبال له شتمن لوبغاړي رونالدو سره په مدرید کې د هغه په قیمتي کور کې څو کاله اوسېدلې ده.

چارواکو د رونالدو مور د تېرې میاشتې په نیمايي کې د مدرید په باراخاس هوايي ډګر کې ټینګه کړې، او د دغه ناقانونه لېږد په تور یې د ۶۰۰ یورو ورکولو غوښتنه ترې کړې ده.

رونالدو په ریل مدرید لوبډله کې هره اونۍ شاوخوا ۳۶۰ زره یورو ترلاسه کوي.

ورته مطالب