د فوټبال د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کوربتوب غوښتنې بهیر ځنډول شوی

د انځور حقوق Reuters
Image caption اوسمهال امریکا پیاوړې کاندیده ښکاري خو باور دی کاناډا، مکسیکو او کولمبیا هم کوربتوب ته لېواله دي.

د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو فوټبال نړیوال جامونو په تړاو له تورونو وروسته د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام د کوربتوب غوښتنې بهیر ځنډول شوی دی.

د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) عمومي منشي جېروم ولکي وویل، په اوسني حالت کې د کوربتوب غوښتنې بهیر پیلول به یو "بې معنا" کار وي.

د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کوربه هېواد ټاکلو لپاره به د ۲۰۱۷ کال مې میاشت کوالالمپور ښار کې رای اچونه کېږي.

اوسمهال امریکا پیاوړې کاندیده ښکاري خو باور دی کاناډا، مکسیکو او کولمبیا هم کوربتوب ته لېواله دي.

د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو نړیوال جامونو کوربتوب لپاره د ۲۰۱۰ کال دسمبر کې د فیفا ۲۲ اجرایوي غړو د یوې پټې رای اچونې له لارې روسیه او قطر ټاکلي وو.

خو سویسي څارنوالان اوسمهال د غوښتنې د پروسې په تړاو د مالي فساد د تورونو پلټنې کوي. روسیې او قطر دواړو ویلي چې په غیر قانوني کړنو کې ښکېل نه دي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون پلان درلود چې روانه اوونې خپلو غړو فدراسیونونو ته د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام د کوربتوب غوښتنې مهالویش اعلان کړي خو ولکي وویل:

"د روان حالت له کبله، زه فکر کوم د اوس لپاره به دا بې معنا وي چې موږ دغه بهیر پیل کړو".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو نړیوال جامونو کوربتوب لپاره د ۲۰۱۰ کال دسمبر کې د فیفا ۲۲ اجرایوي غړو د یوې پټې رای اچونې له لارې روسیه او قطر ټاکلي وو.

د روسیې سمارا ښار کې د خبرو پر مهال ښاغلي ولکي د فیفا له خوا د کارابیین پر بې ځایه شویو د لس میلیون هغو ډالرو د لګولو د چارې دفاع وکړه چې د سوېلي افریقا له حکومته لاسته راغلې وې.

امریکايي څارنوالانو ادعا کړې چې دغه پیسې د ۲۰۱۰ کال نړیوال جام کوربتوب لاسته راوړلو لپاره د سوېلي افریقا له خوا د بډو په توګه ورکړل شوې وې.

د سوېلی افریقا حکومت ټینګار لري چې دغه پیسې په قانوني ډول د کارابیین فوټبال د ودې لپاره وې.

ښاغلي ولکي وویل: "دا د فیفا پیسې نه وې. دا پیسې د سوېلي افریقا د رسمي چارواکو او د سوېلي افریقا د فوټبال ټولنې له خوا د یوې غوښتنې پر بنسټ لاسته راغلې وې. که له قانون سرغړونه نه وي، نو موږ د دغه ډول پروژو پر مخ وړلو لپاره پیسو ته غاړه ږدو".

"زه نه پوهېږم چې ستونزه څه ده او په دغه مسله کې زه ولې په نښه شوی یم".

په فیفا کې د فساد له تورونو او د امریکايي چارواکو له خوا پر ۱۴ کسانو د فساد له تورونو وروسته، د فیفا مشر سېپ بلټر اعلان کړی چې له خپلې دندې استعفا کوي.

ټاکل شوی چې د نوموړي ځایناستی د دسمبر پر ۱۶مه له ټاکنو وروسته مالوم شي.

ولکي د خپل راتلونکې په اړه د پوښتنو ځواب کې وویل: "تاسو، رسنۍ، پرېکړه کړې چې له بلټر وروسته باید زما سر پرې شي، خو داسې مه وایئ چې دا د دغو لس میلیون ډالرو له کبله".

ورته مطالب